د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په قلېلوى سېمه کې دامرېکا ېو تبعه نېول شوېدى


د پاکستان چارواکى دامرېکا له هغه تبعه نه پوښتنى کوى چې ددوشنبى په ورځ ددغه هېواد په ناکراره قبېلوى سېمه کې دافغانستان سرحد ته نېژدى نېول شوېدى.

دغه سړى په ېوه تاڼه کې هغه وخت ونېول شو چې کوشش ېې کاوه چې د شمالى وزېرستان د مهمندو سېمى ته ور داخل شى.

له هغه سره امرېکا ېې پاسپورت او ېو کوچنى لپ ټاپ کمپېوټرو.

دغه سړى واېې چې دى په فلورېډا کې د پوهنتون شاگرد دى اوغوښتل ېې چې په دغه سېمه کې له ېوه ملگرى سره ملاقات وکړى.

رپوټ واېې چې په خارجېانو باندى دا لازمه ده چې قبېلوى سېمى ته له ورتللو نه مخکى د پاکستان له حکومت نه خاصه اجازه نامه واخلى.

د امرېکا د سفارت ېونطاق ووېل چې دوىپه دې برخه کې هېڅ معلومات نلرى.

د پاکستان د شمال لوېدېزې صوبې په سوات کې عسکرو په وروستېو جگړو کې په قبېلوى سېمو کې ۴٠ تنه افراطېان ووژل.

رپوټ واېې چې د دوشنبى په ورځ د سوات په دره کې ٢٥ کسان ووژل شول.

ددې ترڅنگ دوه نظامى کسان هم وژل شوېدى. همدارنگه د باجوړ په سېمه کې تر لس دولسو نه زېات افراطېان ووژل شول.

د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو یو عسکر د افغانستان په جنوب کې وژل شوی دی.

د امریکا پوځ وایې دغه عسکر په موټر کې سپور و او د یو خښ کړل شوي بم د چاودنې له امله مړ او څونور عسکر ټپیان شول.

د وژل شوي عسکر د هویت په اړه څه ندي ویل شوي.

د افغان چارواکو په وینا په وروستیو رپوټونو کې ویل شوي چې د یکشنبې ورځی راهیسی د وسله والو مخالفینو په مختلفو بریدونو کې اته ملکي کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG