د لاس رسي وړ اتصالات

مکین او اوبامه د امریکا د اقتصاد د ثبات لپاره خپل پلانونه وړاندې کړل


د امریکا د جمهوري ریاست له انتخاباتو څخه دری اونۍ دمخه دواړو کاندیدانو جمهوري غوښتونکی جان مکین او دیموکرات بارک اوبامه د امریکا د اقتصاد د ثبات لپاره خپل پلانونه وړاندې کړل.

سناتور بارک اوبامه هغو شرکتونو ته چې غواړي په امریکا کې نوی دندې رامنځ ته کړي په موقتي توگه د تکسونو د معافولو وړاندیز کړی.

په اوهایو کې د کمپاین په ترڅ کې د اوباما تبلیغاتي ډلې وویل چې د هغه دا پلان به په راتلوونکو دوو کلونو کې د شپیتو ملیاردو ډالرو لگښت ته اړتیا ولري.

له بلې خوا جمهوري غوښتونکي کاندید جان مکین چې په جنوبي ایالت ورجینیا او شمالي کارولینا کې یې د اقتصادي بحران په اړه خبرې کولی، وویل چې هغه به تکس کم کړي د متقاعدو کارگرانو د پس انداز بانکي حسابونو ساتنه به وکړي او د هغو خلکو سره به مرسته وکړي چې د هغه په وینا د امریکا د اسهامو د بازار او واشنگټن له امله ځپل شوي دي.

XS
SM
MD
LG