د لاس رسي وړ اتصالات

په کابینه راغلی بدلون به د افغانستان په راتلونکې په مختلفو برخو کې 'مثبتې پایلې ولري'


د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند همایون حمیدزاده نن خبریالانو ته وویل په کابینه راغلی بدلون به د هیواد په راتلونکې په مختلفو برخو کې مثبتې پایلې ولري.

همایون حمیدزاده زیاته کړه چې په حکومت کې د اصلاحاتو بهیر دوام لري او هغه تغیرات چې لازم وو ترسره شوو او په هغه صورت کې چې بیا هم بدلون راوړلو ته اړیتا وي د وخت او زمان مطابق به د دولت لخوا تغیرات راوړل شي.

ښاغلي حمیدزاده د راتلونکو انتخاباتو په اړه وویل چې افغان ځواکونه د نړیوالو ځواکونو په مرسته کولې شي چې د انتخاباتو امنیت تضمین کړي او خلک به لمړې د نوم لیکلو مرکزونو لو بیا په ارامه فکر به په رایو ورکولو کې گډون وکړي.

XS
SM
MD
LG