د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان، امرېکا او پاکستان د پوځونو لوړ رتبه قوماندانانو غونډه


د افغانستان، امرېکا او پاکستان د پوځونو لوړ رتبه قوماندانانو په راولپنډئ کې د پاکستان د پوځ په عمومی قرارگاه کې ېوه غونډه کړی ده.

په دی غونډه کی د افغانستان او پاکستان سرحد په اوږدو کی خاربی امنېتی وضع په باب خبری وشوی.

توقع کېږی چه درېواړو ملکونو قوماندانان به په دې غونډه کی د همکارئ د ېوې شرېکې استراتېژئ په جوړولو باندی په خپل منځ کی سره سلا مشوره وکړی.

د پاکستان د پوځ لوی درستېز جنرال اشفاق کېانی، د افغانستان دپوځ لوی درستېز جنرال بسم الله خان او په افغانستان کی د ناتو او امرېکاېې قواو عمومی قوماندان جنرال ډېوېډ مېکرنن په دې خبرو کی برخه واخېستله.

بل پلو، امرېکا اکثرا د پاکستان نه غواړی چه په قباېلی سېمې باندې دې خپل کنترول زېات کړی او دهغو کسانو مخه دې ونېسې چه افغانستان ته دحملو لپاره راوړی.

په قباېلی سېمو باندی دېو طرفه هواېې حملو په وجه هم دامرېکا او پاکستان تر منځ جنجال راپېدا شوی دی.

دپا کستان امنېتی مقامات واېې چه په باجوړ کې دوسله والو طالبانو سره په نښتو کې ېې تقرېبا څلور کسان وژلی دی.

پوځی مقامات واېې چه دباجوړ په مرکز ښار کې ېې ددغو عملېاتو له امله دخلکو په گرځېدلو باندی قېودات لگولی دی.

دپاکستان پوځ په باجوړ کې په پراخه پېمانه عملېات داگست په مېاشت کی شروع کړل او د ملگرو ملتونو مامورېن واېې چه دسېمې نه دجنگ په وجه ېو لک نوي زره عام خلک بی کوره شوی دی چه زېاتره ېې افغانستان ته اوښتلی دی.

XS
SM
MD
LG