د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د کار او اجتماعي چارو رئیس وژل شوی


یوه وسله وال سړي نن د کندهار په ولایت کې ددغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو پر رئیس دوست محمد ارغستاني باندې ډزې کړي او وژلی یې دی.

ارغستاني له خپل امنیتي ساتونکي سره له دفتر نه کور ته روان و چې پر موټر سایکل باندې سپور یوه وسله وال سړي ورباندې ډزې وکړې. په پیښه کې د هغه ساتونکی هم وژل شوی دی.

امنیتي مقامات همدارنگه وايي، د روزگان په ولایت کې د یوه مني بس نهه تنه سپرلۍ هغه وخت ووژل شوې چې دغه بس د سرک د غاړې په بم وربرابر شو.

پولیس وايي، ددغه بم هدف ظاهراً د ناټو د قواوو یو کتار و. په چاودنه کې دوه ماشومان هم وژل شوي دي.

د سه شنبې په ورځ، د متحده ایالاتو پوځ وویل، د ایتلافي قواوو یو عسکر د افغانستان په جنوب کې وژل شوی دی.

ایتلافي قواوې وايي، عسکر یې د دوشنبې په ورځ هغه وخت ووژل شو چې موټر یې په یوه ښخ شوی ماین وربرابر شو. په دغه چاودنه کې څو تنه نور عسکر ژوبل شوي دي.

له دې نه مخکې، افغان مقاماتو وویل، د یکشنبې د ورځې راهیسې د تشدد په بیلابیلو پیښو کې لږ تر لږه اته ملکي افغانان وژل شوي دي.

د غزني په ولایت کې یوه حکومتي چارواکي وویل، یو مني بس د دوشنبې په ورځ د سرک د غاړې په بم وختی او شپږ تنه پکې ووژل شول.

له دې یوه ورځ مخکې، د خوست په ولایت کې یوه سپین سرې میرمن او یو ماشوم هغه وخت ووژل شول چې پر کور یې د راکټ مرمۍ ولگېده. داسې فکر کیږي چې ددغې مرمۍ هدف د بهرنیو قواوو یوه پوسته وه.

له بلې خوا، افغان او ایتلافي قواوې وايي، د غزني په ولایت کې یې په خپلو وروستیو عملیاتو کې ١۴ طالبان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG