د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د نړیوال مالي بحران نه محفوظ دی


د افغانستان د پرمختگ په حال کې اقتصاد تر اوسه د نړیوال اقتصاد نه په امان کې دی. خو د بانکونو مسئولین دې ته په اندېښنه کې دي چې د قرضونو لپاره محدده تقاضا کیدای شي دوی ته مشکلات پیښ کړي.

په کابل کې د اسهامو بازار نشته، نه خو په دغه ښار کې د اجناسو منظم مارکیټونه وجود لري. په دغه ملک کې چې د نړۍ په تر ټولو بې وزلو هیوادونو کې د اقتصادي وضعې د معلومولو یوازنی ځای د کابل د وچ سیند غاړه ده.

دلته کاروباري خلک پر لاسي کراچیو باندې میوې، غالۍ او فرشونه، جورابې او د افغانانو د ورځني ضرورت وړ نور شیان خرڅوي. د دوی د غږونو تر څنگ دلته د سرک تر غاړه د ناستو خیرات غوښتونکو غږ هم اورېدل کیږي چې غواړي پر لاره باندې د تیرېدونکو خلکو پام ځان ته راواړوي.

ځوان شفیق الله، له دغه ځای نه تیریږي. دی په دې وروستیو ورځو کې په ایران کې له اوږده مهاجرت نه راستون شوی او وظیفه ورته نده پیدا شوې. په نړۍ کې د دنډو د بازار راغورځېدل او د کریډیټ بحران د شفیق الله د ذهن نه لرې خبرې دي.

دی وايي، د افغانستان اصلي ستونزه اقتصادي بحران نه بلکه روانه ناامني ده.

له دغه ځای نه لږ ور وړاندې، د همدغه وچ سیند پر غاړه، د شهزاده په سرای کې د یوه ډالر قیمت تقریباً ٥٠ افغانۍ دی.

دلته یو سابقه دار صراف حاجي عبدالولي احمدزی دا خبره مني چې، نړیوال مالي بحران تر اوسه د افغانستان پر اقتصاد اغېزه نده کړې. خو دی وايي، داسې خبرې یې اورېدلي چې کیدای شي پر افغانستان باندې ددغه بحران اغېزه ډیر ژر ولیدل شي.

حاجي احمدزی وايي، پاکستاني کلدارو د ډالرو په نسبت ٣٠ فیصده ارزښت بایللی او له همدې آمله ډیر هغه افغان سوداگر زیانمن شوي دي چې په پاکستان کې کاروبار لري.

ډیر خلک په دې گمان دي چې د طالبانو د واک راوروسته تیره اووه کلونه د افغانستان لپاره غنیمت وو.

په همدغه جریان کې، د افغانستان د اقتصادي ودې اندازه دوچنده شوې او دوه عددي رقم ته رسېدلې ده او په ډیرو ښارونو کې د بیا رغونې لویې پروژې یا خو بشپړې شوي او یا ورباندې کار روان دی. خو د اپینو غیرقانوني کاروبار لا تر اوسه ددغه ملک د صادراتو مهمه برخه جوړوي.

د پښتني بانک رئیس حیات دیاني وايي، له ټولو داخلي مشکلاتو سره سره افغانستان بیا هم یو مهم ځای لري.

دی وايي: "موږ په دې تمه یو چې دغه حالت به تر راتلونکو پنځو یا لسو کلونو پورې دوام وکړي. که مسایلو ته نظر واچوو، له دغه ټولو ناامنیو او بمي چاودنو سره سره چې په افغانستان کې پیښیږي، تر اوسه ډیر افغانان داسې دي چې د سرمایه گزارئ توان لري"

په افغانستان ١٦ بانکونه دي. دغه بانکونه ټول ټال یو نیم میلیارد ډالر سرمایه لري.

دیاني وايي، په همدغو ناڅیزو او لږو امکاناتو، د افغانستان بانکونه به د امریکايي بانکونو سهوه تکرار نکړي چې له اعتماد او تضمین پرته یې خلکو ته پورونه ورکړل.

هغه وايي:"موږ به هومره په اسانه چې په امریکا کې ده، خلکو ته کرېډیټ ورنکړو. فرض یې کړئ، که څوک ١٠٠ زره ډالر کریډیټ غواړي موږ به ورڅخه ٢٠٠ زره ډالر تضمین وغواړو او بیا به ورته کریډیټ ورکړو. نو په دې ډول به هغه کریډیټونه محفوظ وي چې د بانکونو لخوا ورکول کیږي"

ډیر افغانان په کلیو ژوند کوي، اکثره یې بې وزلي دي، تر دې چې د بانک داخل یې هیڅکله نوي لیدلی. دوی اکثره راکړه ورکړه په نغدو پیسو کوي.

ددغه ملک دوې پر درې برخي داخلي لگښتونه پر بهرنیو مرستو ولاړ دي.

خو صراف حاجي احمدزی وايي، ددغو میلیاردونو ډالرو مرستو ډیره لږ اندازه د عامو خلکو په گټه تمامیږي.

XS
SM
MD
LG