د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو د خپلې خوښې کاندید ته رای ورکړې


په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د امریکا د جمهوری ریاست د انتخاباتو څخه څو اونۍ مخکې د خپلې خوښې کاندید ته رای ورکړې.

په افغانستان کې د امریکا د پوځ منسوبین او د امریکا د اردو ملکي مامورین په داسې حال کې د رایو صندقونو ته ورغلل چې د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو ته چې د جمهوري غوښتونکې جان مکین او دیموکرات بارک اوبامه ترمنځ سیالي روانه ده، دری اونۍ پاته دي او د نومبر په څلورمه به دغه انتخابات ترسره شي.

پوځي رایه ورکوونکو خپله رایه اچونه سږکال ځکه وختي پیل کړه چې زیار باسي هغه ستونزې چې په تیرو انتخاباتو کې رامنځ ته شوی وی دا ځلي پیښې نشي.


په دوه زرم کال کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د فلوریډا په ایالت کې د
پوځي رایو ردیدلوغوغا رامنځ ته کړه چېرته چې جورج بوش د یوې اوږدې قانوني مبارزې وروسته په ډیر کم اکثریت جمهور رئیس وټاکل شو.

ځنو رایو
ورکوونکو وویل چې هغوئ په دوه زرم کال کې په رای ورکولو کې ځکه گډون ونه کړ چې د راییو پاڼې یې ترلاسه نه کړې.

XS
SM
MD
LG