د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایی عسکرو د افغانستان ملي نښانونه وټمبل


په لومړي وار د امریکا د متحدو ایالاتو عسکرو په خپلو نظامي پټیو باندی د افغانستان ملي نښانونه وټمبل. پدی اړه په کابل کې یوه غونډه جوړه شوی وه.

نن د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د انتقالي امنیت ګډی قومندانۍ د خپلو کارکوونکو نظامي پټۍ د یوې غونډی په ترڅ کې چې د امریکا د متحدو ایالاتو په یوه نظامي مرکز کې تر سره شوه، تبدېلې کړې.

پدغه غونډه کې د افغانستان د انتقالي امنیت د ګډې قومندانۍ مشر جنرال رابرټ کن د افغانستان ددفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک او ګڼو نظامي افسرانو برخه اخېستې وه.

د افغانستان ددفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک غونډی ته وویل دا لومړی وار دی چې دا مریکا د متحدو ایالاتو د سرتېرو په نظامي پټیو کې د یوه بل هېواد ملي ارزښتونو نښې اضافه کېږي.

جنرال وردک زیاته کړه له دی کار هدف دا دی چې د افغانستان د ملي اردو او د امریکايي سرتېرو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

د افغانستان د انتقالي امنیت د ګډې قومندانۍ قومندان جنرال کن په غونډه کې د ملي اردو د ظرفیتونو د لوړولو په سر خبری وکړې.

هغه وویل ملي اردو او ملي پولیس د تېر کال په پرتله له تروریزم سره په جګړه کې زیات ځواکمن شوي.

د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک وویل چې ملي اردو په راتلونکې کال کې د ناټو په نظامي تجهیز هم ملبس کېږي.

هغه وویل د افغانستان هوايي ځواک د ایتلافي قواوو په هوايي ځواک اتکا کوي او د خپل هوايي ځواک جوړونې ته زیات وخت ته اړتیا ده.

هغه وویل د ملي اردو له پیاوړتیا سره هوايي ځواک هم تړلی دی او ښايي په راتلونکو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې د افغانستان ملي اردو ولري او خپل هېواد پخپله وساتي.








XS
SM
MD
LG