د لاس رسي وړ اتصالات

'خصوصي سکټور  باید د ځوانانو لپاره کار وکړي'


د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت نن په کابل کې یوې لوېې غونډی ته د خصوصي سکټور لسګونه استازي رابللي وو او له خصوصي سکټور یې وغوښتل چې په افغانستان کې د ځوانانو د ستونزو د اواري لپاره ګامونه پورته کړي.

پدغه غونډه کې چې په لسګونو ځوانانو برخه اخېستې وه، د خصوصي سکټور ځېنې شرکتونو له ځوانانو سره ژمنې وکړې چې د دوی د اقتصادي پیاوړتیا لپاره به کار وکړي.

د تنویر په نوم یوه شرکت د ځوانانو د استعدادونو د ځواکمنولو لپاره ژمنه وکړه او د ځوانانو دمعینیت تر سیورې لاندی یې د ګڼو مرستو اعلان وکړ.

د ځوانانو د چارو مرستیال ظاهر غوث غونډی ته وویل چې په افغانستان کې ځوانان ګڼې ستونزی لري او خصوصي سکټور کولای شي ځوانانو ته د کار زمېنې برابری کړي.

پدغه غونډه کې د افغانستان د کرکټ لوبډله وستایل شوه او له دغې لوبډلې سره یو لړ مرستې وشوی.

همدا شان ځېنو شرکتونو او پانگه والو د کرکټ له لوبډلې سره د مرستو اعلان وکړ، په غونډه کې یو شمیرممتاز ځوانان هم وستایل شول.

XS
SM
MD
LG