د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې افغان پولیس یو امریکایې عسکر  وواژه


د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یو افغان پولیس نن یو امریکایې عسکر چې پلې گزمه یې کوله وواژه.

د ملي پولیسو لخوا پر دغی گزمې هغه وخت ډزې او د لاسي بمونو برید وشو چې بهرنیو عسکرو غوښتل د عملیاتو وروسته بیرته خپل مرکز ته ستانه شي.

د پاته شوو پلې گزمې عسکرو لخوا په ځوابیه ډزو کې د ملي پولیسو یو تن ووژل شو.

د وژل شوي امریکايي عسکر نوم تر هغه وخته پټ ساتل شوی چې پدی اړه پلټنې پای ته ورسیږي.

بل پلو، د متحده ایالاتو د دفاع وزیر رابرټ گیټس له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د ثبات لپاره خپله همکاري زیاته کړي.

گیټس چې پرون د چهارشنبې په ورځ یې د امریکا د سولې په انسټیټوټ کې خبرې کولې، وویل که څه هم نړیوالې هڅې په هدف برابرې دي خو ویې ویل په ځینو برخو کې لا هم زیات کار پکار دی.

ښاغلي گیټس یو ځل بیا خپله هغه اندېښنه تکرار کړه چې د ناټو ځینو هیوادونو په دې برخه کې محدودیتونه لگولي چې عسکر یې په افغانستان کې څه ډول او په کومو سیمو کې ماموریت اجرا کړي.

د امریکا د دفاع وزیر وویل، په افغانستان کې د جگړې بریالیتوب یوازې پوځي قوت ته ضرورت نلري بلکه په دغه ملک کې باید پراختیايي پروژې تقویه شي.

او د چهارشنبې په ورځ ، په هلمند کې چارواکو وویل، د نړیوالو قواوو الوتکو د بارامچې په ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې ډلې باندې بمباري وکړه او ٧٠ تنه یې ووژل.

د هلمند والي، گلاب منگل وویل په دغه حمله یو شمیر هغه جگړه ماران وژل شوي چې د کوکنارو په کاروبار کې یې لاس درلود او یا تازه له پاکستان او عربي ملکونو نه رارسیدلي وو. ناټو او ایتلافي قواوو تر اوسه دغه بمباري نده تائید کړې.

له بلې خوا، د برتانیې د دفاع وزارت وايي، یو عسکر یې د پرون د چهارشنبې په ورځ په هلمند کې د گزمې پر وخت وژل شوی دی. له دې سره د ٢٠٠١ کال راهیسې په افغانستان کې د برتانیې د تلفاتو شمیر ١٢١ ته رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG