د لاس رسي وړ اتصالات

د تهران او بغداد تر منځ ملکي پروازونه پیل شول


د ایران دولتي مطبوعات وايي، عراق ته یې له ٣٠ کلونو وروسته په لومړي ځل په منظم ډول ملکي هوايي پروازونه پیل کړي دي.

د ایرنا خبري آژانس وویل، د مهان شخصي هوايي شرکت الوتکې به په اونۍ کې درې ځل د تهران او بغداد تر منځ الوتنې کوي. لومړنۍ الوتکه له ١٩٢ مسافرینو سره نن د پنجشنبې په ورځ بغداد ته ورسېده.

د دواړو ملکونو تر منځ د ١٩٨٠م کال له جگړې وروسته پروازونه بند شوي وو.

ایرانا همدارنگه ویلي، د مهان شرکت په پام کې لري چې د مشهد له له ښار نه هم د عراق د بغداد او نجف ښارونو ته الوتنی وکړي.

او په بغداد کې نن، د سخت خاک باد له آمله څو نړیوالو پروازونه ځنډول شوي دي. ډیرو خلکو ته یې تنفسي ستونزه پیدا کړې او په روغتون کې بستري شوي دي.

د متحده ایالاتو پوځ وايي، د عراق په شمالي ښار موصل کې یې څلور جگړه ماران نيولي دي.

چارواکو نن د پنجشنبې په ورځ وویل، په نیول شويو کسانو کې یو تن یې د القاعده د شبکې د هغه لوړ پوړې قومندان سره اړیکې درلودې چې تیره میاشت په موصل کې ووژل شو.

پوځ اعلان وکړو دوی اوس معلومه کړې چې ابو قصوه ره چې په ابوسارا مشهور و او د اکتوبر په پنځمه ووژل شو، په اصل کې د موراکو وو او په عراق کې د القاعده د شبکې مرستیال و.

ایتلافي قواوې وايي، د ابو سارا وژل کیدل به په عراق کې د القاعده شبکې ته د بې نظمئ باعث وگرځي.

XS
SM
MD
LG