د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د خوراکي موادو د کموالي په باب خبرداری


افغان مامورینو ویلي دي چی د امنتي اندیښنو او د زراعتی حاصلاتو د کموالي په وجه به په افغانستان کی خلک سږ ژمی د ډیرو ستونزو او خواریو سره مخامخ سی .

د افغانستان د کرني د وزارت کفیل غلام مصطفی جواد امریکا غږ ته وویل چی افغانستان ته د نړۍ والو له خوا غذایي مرستي او خپله محلي حاصلات به کفایت ونه کړی چی په راتلونکو میاشتو کی د خلکو اړتیاوي پوره کړی .

د معاشونو کموالی او د مهمو خوراکي موادو لکه غلو دانو د قیمتونو لوړوالی هم دا ستونزی زیاتوي .

جواد خبرداری ورکړ چي په ملک کی د لومړۍ سختي واوري نه وروسته به د خلکو د خوراکی موادو اړتیاوی نوری هم پسې زیاتي شی ، ځکه چی مخکي یې وچکالي په زراعت او مالداري باندي ناوړه تاثیر کړی دی .

د برتانیې د آکس فام خیریه مؤسسې هم د بشری بحران د راپیدا کیدوپه باب خبر داری ورکړی او ویلي یې دي چی هغه ۴٠٠ ملیون ډالره چی افغانستان او ملگرو ملتو د افغانستان د خلکو سره د مرستی د پاره غوښتي ډیر کم دي او اړتیاوي نه شی پوره کولای .

XS
SM
MD
LG