د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان محکمې د یوه امریکایي توقیف اوږد کړی دی


د پاکستان یوه قاضي د هغه امریکایي د توقیف موده اوږده کړې ده چی د صوبه سرحد یوې ممنوعه سیمي ته داخل شوی و .

قاضی نصرالله خان پولیسو ته دوې ورځی نور وخت ورکړ چی ددغه امریکایي نه نور تحقیقات هم وکړی .

د پاکستان پولیسو دغه امریکایي سړی ددوشنبې په ورځ په یوه امنیتی پوسته کی هغه وخت ونیو چی هغه کوشش کاوه د افغانستان سره په سرحدي سیمه کی د مومندو قبایلی سیمي ته داخل سی .

پولیس وایی چی دغه سړی اصلا پاکستاني امریکایی دی او هغه اجازه لیک یې نه درلود چی د پاکستان قبایلي سیمي ته د تگ د پاره خارجیانو ته ورکول کیږی .

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه نطاق شان میک کورمیک وویل چی امریکایي چارواکي دغه سړي ته مشورتي مرستي برابرولای سی . هغه د خاصو معلوماتو او تفصیلاتو د ورکولو نه ډډه وکړه او ددې سړي نوم یې هم د شخصي ملحوظاتو په وجه وانه خیست .

له بلي خوا د پاکستان امنیتي قواوي وایی چی د پوځ هلیکوپترو نن د جمعې په ورځ د باجوړو په قبا یلي سیمه کی خپل اهداف ویشتلي دي .

او یو بل خبر وایی چی پاکستاني پولیسو دهغه افغان مړی نن پیدا کړی دی چی په شمالی وزیرستان کی ډزي ورباندی شوی او وژل شوی و . پاکستانی چارواکو ویلي دي چی ددې سړي سره یو لیک هم ایښودل سوی و او په هغه کی لیکًل سوي و چی دې سړي امریکایي قواو ته جاسوسي کوله .

او د پاکستان پوځ وايي، هغه چینايي انجنیر چې د اگست په میاشت کې طالبانو یرغمل کړی و، تښتېدلی دی. دغه سړی یو له هغو دوو چینايانو له جملې څخه وو چې طالبانو نیولي وو.

د مخابراتو دغه دوه ماهران د پاکستان د قبایلو په منطقه کې د افغانستان سرحد ته نږدې تښتول شوي وو. د چین حکومت له پاکستان څخه غوښتي وو چې دغه دوه کسان وژغوري.

ددې اونۍ په سر کې، د پاکستان د ډان تلویزیون وویل، د هغه پولنډي انجنیر ویډیو یې تر لاسه کړې چې په دې وروستیو ورځو کې په پنجاب کې تښتول شوی دی. له هغه سره درې ملگري پاکستانیان وژل شوي دي.

تیره میاشت وسله والو کسانو په پیښور کې د افغانستان کونسل وتښتاوه او د هغه موټروان یې ور وواژه.

XS
SM
MD
LG