د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې د ناټو پر عسکرو ځانمرگی برید شوی


د ناټو مقامات وايي، د هرات ښار ته نږدې نن د سه شنبې په ورځ د دوی د عسکرو پر یوه گزمه باندې ځانمرگی برید شوی او څو تنه عسکر زخمي شوي دي.

تر اوسه نده معلومه چې په پیښه کې څو تنه عسکر ژوبل شوي دي. دا خبره هم نده ښودل شوې چې دغه عسکر د کوم هیواد دي.

ها خوا، د کندهار په ولایت کې وسله والو د یوه مسجد دباندې پر دوو کسانو باندې ډزې کړي دي او هغوی یې وژلي. په وژل شویو کې د جمهور رئیس حامد کرزی یو پخوانی محافظ هم شامل دی.

همدارنگه، ناټو وايي، د وردگو په ولایت کې یې د پرون شپې په عملیاتو کې ١٧ مشکوک تندروان وژلي دي.

ناټو دا هم ویلي، د هلمند په ولایت کې یې د بهرنیو قواوو د هغه هوايي بمبارئ په باب تحقیقات پیل کړي چې افغان مقامات وايي، د ښځو او ماشومانو په گډون ١٧ تنه پکې وژل شوي دي.

دغه پیښه د هلمند د ناد علي په ولسوالۍ کې شوې، ناټو وايي چې ملکي خلک پکې ندي وژلي.

XS
SM
MD
LG