د لاس رسي وړ اتصالات

چین له پاکستان سره د برقي اتومي بټیو په جوړولو کې مرسته کوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، چین ژمنه کړې ده چې له پاکستان سره به د انرژئ د ضرورت د پوره کولو لپاره د دوو برقي اتومي بټیو په جوړولو کې مرسته کوي.

شاه محمود قریشي، نن په اسلام آباد کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، د چین دغه همکاري د دواړو ملکونو تر منځ د هغه اتومي تړون یوه برخه ده چې په دې وروستیو وروځو کې امضا شو. هغه وویل، ددغه دوو بټیو له جوړېدو سره به پاکستان ٦٨٠ میگا واټه برق تر لاسه کړي.

قریشي وویل، دغه تړون چین ته د جمهور رئیس آصف زرداري د څلور ورځني سفر په جریان کې امضا شوی دی.

ښاغلي زرداري او د چین جمهور رئیس هوجنتاو د دواړو ملکونو تر منځ د اقتصاد، تجارت او زراعت په برخو کې لس تړونونه امضا کړي دی.

په پاکستان کې لا له وړاندې د چین په مرسته یوه برقي اتومي بټۍ جوړه شوې او پر یوې بلې باندې کار روان دی.

له بلې خوا، د پاکستان د اقتصادي چارو عالي رتبه سلاکار ویلي، دی تمه لري چې ملک به یې په راتلونکي یوه میاشت کې کافي اندازه پیسې تر لاسه کړي چې د یوه ممکنه خطرناک مالي بحران مخه ورباندې ونیسي.

شوکت ترین نن شنبې وویل چې پاکستان به له خپلو ملگرو ملکونو او پور ورکوونکو هیوادونو نه پیسې وغواړي. هغه وویل، که دا لاره کامیابه نه شوه نو له د پیسو له نړیوالو وجهي صندوق نه په قرض وغواړي.

کتونکي وايي، پاکستان دا وخت د ملي بحران د ختمولو لپاره لږ تر لږه دوه میلیارد ډالرو ته ضرورت لري او دغه ملک د خپلو پورونو د ادا کولو لپاره نور زیاتو پیسو ته هم ضرورت لري.

XS
SM
MD
LG