د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي ډیپلوماتان د مذاکراتو لپاره پاکستان ته تللي


د جنوبي آسیا لپاره د امریکا عالي رتبه مرکچي ددې لپاره پاکستان ته تللی چې ددغه ملک له مقاماتو سره خبرې وکړي. متحده ایالاتو له پاکستان نه غوښتنه کړې ده چې د تروریزم په خلاف مبارزه قوي کړي.

ریچارډ باوچر نن شنبې پاکستان ته د خپل یو ورځني سفر په ترڅ کې د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت له مسئول رحمن ملک سره وکتل. ټاکل شوې ده چې هغه به د صدراعظم یوسف رضا گیلاني سره هم خبرې وکړي.

امریکا له پاکستان نه غوښتي چې په خپله قبایلي سیمه کې د طالبانو او القاعده پر هغو مرکزونو باندې عملیات سخت کړي، له کومه ځایه چې په افغانستان کې پر عسکرو باندې حملې تنظیمیږي.

د پاکستان پوځ له ډیر وخت راهیسې د باجوړ، سوات او نورو قبایلي سیمو کې د تندروانو په خلاف عملیات پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG