د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کی طالبانو لږ تر لږه ٣٠ کسان ووژل


د افغانستان چارواکى واېې چې افراطى طالبانو لږ تر لږه ٣٠ کسان چې په ېوه سروېس موټر کې ېې د افغانستان په جنوب کې سفر کاوه وژلى دى.

د افغانستان ددفاع وزارت نطآق جنرال ظاهر عظېمى واېې افرآطېانو سروېس موټرله پنځوس تنو سورلېو سره برمته کړ.

رپوټ واېې چې موټر د پنجشنبى په ورځ د کندهار ولاېت د مېوند په اولسوالى کې برمته شو.

دافغانستان د دفاع وزارت نطاق واېې چې په دغوسورلېو کې ٣٠ مړى پېدا شوېدى او په دې جمله کې له شپږو کسانو نه سرونه غوڅ شوېدى.

هغه ووېل چې نور مسافران خوشى شوېدى.

د طآلبانو نطاق ددغه برېد مسوولېت په غاړه اخېستى دى او وې وېل چې ٢٧ افغان عسکران ووژل شول.

خو د افغانستان ددفاع وزارت دغه ادعا ردکړله. رپوټ واېې چې دمرگ ژوبلې شمېر په مستقله توگه چا تائېد کړې ندى ځکه چې دغې سېمى ته څو په اسانه نشى ورتللى.

XS
SM
MD
LG