د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو او کرزي ترمنځ څه ډول مذاکرات وشى؟


په واشنگټن ډى سى کې د امرېکا د سنا په رسل بېلډنگ کې دافغانستان په مسله ېو کنفرانس جوړ سوى. په دغه کنفرانس کې گڼو ماهرانو برخه اخېستى وه او د روان بغاوت او القاعده په هکله ېې خپل نظرېات څرگند کړل.

په دې منځ کې د جمهور رئېس کرزى د حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو مسله هم مطرح شوله.
د واشنگټن د انډېپېنډېنټ ورځپاڼى لېکوال سپنسر اکر من ددغه سېمېنار مهم ټکى په خپله تبصره کې راخېستى دى.

د واشنگټن انډېپېنډېنټ ورځپآڼه لېکى چې د سى اېن اېن مشهور خبرېال پېټر برگن ډېره مهمه پوښتنه وکړه.

پوښتنه دا وه څرنگه چې موږ داوېنو چې د کرزى اوطآلبانو ترمنځ دمذاکراتوپه لور اقدامات کېږى نو دا مذاکرات باېد څه ډول وي؟

اېا د مذاکراتو پرمېز باندى هرډول مساېل مطرح سى؟

بله پوښتنه دا ده چې څوک په روغه جوړه کې شامل سى او څوک ترېنه واېستل شى.

نېر راسېن ووېل چې ډېر پخوانى طالبان او د حکمتېار قوماندانان واېې چې پکار ده چې له محلى ملاېانو نه په دې مذاکراتو کې د کرزى له حکومت سره دمنځگړو په توگه کار واخېستل شى.

پکار ده ې داسى څوک په مذاکراتوکې شامل شى چې دواړه خواوې ورته احترام لرى. هر څوک واېې چې پکار داده چې په مذاکراتو کې له محلى ملاېانو، محلى قبېلو اوله سعودى عربستان نه کار واخېستل شى. له همدې خلکو نه د مرکچېانو په توگه هم کار واخېستل شى.

ورځپاڼه لېکى چې د راند کارپورېشن ېوه غړي سېت جونز ووېل چې د افغانستان بغاوت څو ډلې لرى. هغه ووېل دى فکر کوى چې هرڅه چې په افغانستان کې په عنعنوى ډول موجود وى له هماغو خلکو سره مذاکرات وشى او هغه ځاېې قدرتونه دى.

په دغو ځاېې قدرتونو کې قبېلى او جرگې موجودې دى. دا خبره ستونزې لرى او گرانه ده خو همدا قبېلى او جرگى دى چې توافقات عملى کولى شى.

ورځپاڼه لېکى چې کرېستېن فېر ېوې بلې څېړونکې ووېل چې د پاکستان له خوانه له طالبانو سره مذاکرات کول په حقېقت کې د شکست د منلو مانا لرى.

په دې کې دا خبره هم ده چې دا تواناېې او قابلېت پکى نشته چې طالبانو د مذاکراتو په شراېطو عمل کړېدى او که نه. دا ېوه ټوکه وه.

د جلا سولى مانا داده چې دوى د طالبانومشرانو ته په قبېلوى سېمو کې مشروعېت ورکوى. دغه جرگى چې اکثره وخت د سولى ېوه وسېله گڼل شوېدى خو په بنېادى ډول ېې هېڅ گټه نده رسولى ځکه چې ځاېې د طالبانو د مشرانو او مذهبى خلکو سره مذاکراتو نېولى دى.

زه په دې برخه کې څرگنده او واضحه نظرېه نلرم چې په قبېلوى سېمو کى به او له طالبانو سره په پاکستان کې مذاکرات څه گټه ولرى.

ځکه چې د هغوى مقصد د حکومت له مقصد سره بالکل مخالف دى.

XS
SM
MD
LG