د لاس رسي وړ اتصالات

بش نړیوال اقتصادي غونډه را بولي


په کمپ ډېویډ کې د فرانسې له جمهور رئیس نیکولا سرکوزي سره د لیدو په وخت د امریکا جمهور رئیس جورج بوش وویل چې نړیوال اقتصادي کړکیچ ته د حل موندلو لپاره به دی ژر یو نړیوال کنفرانس را وغواړي.

په کمپ ډېویډ کې د جمهور رئیس په استوگنځي کې د فرانسې جمهور رئیس نیکولا سرکوزي، د اروپايي کمېسیون مشر جوز مینویل بوروسو او د امریکا جمهور رئیس جورج بوش د لیدو وروسته په یوه اعلامیه کې وویل چې دوی د روان اقتصادي کړکیچ د له مینځه وړلو لپاره لاسونه سره ورکړي.

بوش: "‎زه غواړم په نږدې راتلونکي کي یوه غونډه راوغواړم، چې پرمختللي او مخ په وده هیوادونه به گډون پکې وکړي. او مونږ به په گډه سره خپل مالیاتي نظام داسې نوی کړو چې دا رنگه اقتصادي کړکیچ بیا رامینځته نشي‏."

بوش ددغې غونډې لپاره کومه نیټه او ځای و نه ټاکو، خو سرکوزي وویل چې د نومبر په اخر کې باید په نیویارک کې ترسره شي.

دواړه سرکوزي او باروسو چې په بېړي کولو یې ټینگار وکړ هڅه کوي چې اوس ډېره ښه موقع ده چې اقتصادي بازارونه په ټینگه او بهتره توگه انسجام شي.

سرکوزي: "‎زه او بروسو د اوویشت اروپايي هیوادونو په استازیتوب دلته راغلي یو، چې ترټولو لومړی دا ووایو چې دا یو نړیوال کړکیچ دی او نړیوال حل باید ورته و موندلای شي. دا حل به هغه وخت اغېزمن وي که مونږ په گډه کار سره وکړو، گډ یې په مخ بوځو او د راتلونکي لپاره سرمایه داري نظام جوړ کړو."

د ٢٠٠٧م کال د اکتوبر د نهمې هیټې څخه راهیسې چې کله د اسهامو بیې ١۴٠٠٠ جگې شوې، له هغه را روسته پانگه اچونکو د تقاعد او درس لپاره په سپمولو پیسو او نور ډول پانگونو کې اته اعشاریه درې تریلیونه ډالر یعني اته زره درې سوه ملیارده ډالر تاوان وکړ.

کانگرس بوش ته د اوه سوه ملیاردو ډالرو یو پلان ورکړ چې د اقتصاد د بیا غوراوي لپاره له بانکونو څخه تاواني پورونه واخلي.

اروپايي مشرانو د بانکي سیسټم د ژغورلو لپاره خپلې هڅې ټولو اویشت غړو هیوادونو ته غځولي دي.

سرکوزي او باروسو د کانډا په کیوبک ښار کې د فارنسوي ژبې ملتونو په یوه غونډې کې د گډون وروسته بېرته په لاره په کمپ ډېویډ کې د جمهور رئیس بوش سره د لیدو لپاره تم شول.

XS
SM
MD
LG