د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې نامعلومو وسلوالو یوه بهرنۍ مېرمن ووژله


نن سهار د کابل ښار په څلورمه کارته کې نامعلومو وسلوالو یوه بهرنۍ مېرمن چې یوې خېریه ټولنې ته یې کار کاوه په ډزو ووژله.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه هیت یا یوناما ویاندی ډاکټری نېلاب مبارز خبریالانو ته ددغې پېښې خبر تایئد کړ وی ویل چې نوموړې بهرنۍ مېرمنې خیریه کارونه پرمخ وړل، ولې د یوناما ویاندې د دغې مېرمنې د وژنې په اړه زیات تفصیلات ور نه کړل.

بل پلو، د یوناما ننني خبري کنفرانس ته د ملګرو ملتونو د پرمختیايي اداری یا یو این ډي پي مشر په افغانستان کې د لوږی او په راتلونکي ژمي کې بې وسو سېمو ته د خوراکي موادو د رسولو په سر معلومات ورکړل.

په افغانستان کې د یو این ډي پي مشر منوج برسنات وویل چې څلوېښت په سلو کې افغانان له جدې لوږې سره مخ دي چې شل په سلو کې په دایمي شکل او اتلس په سلو کې په موسمي بڼه له فقر له لاس او ګریوان دي.

منوج برسنات زیاته کړه چې افغانستان د نړۍ څلورم هېواد دی چې وګړي یې فقر ځپي، هغه دا ډول وویل که په راتلونکي ژمي کې پوره مرستې اړو سېمو ته ونه رسیږي نو ښايي په ځېنو سېمو کې بشري ناخوالې را منځته شي.


XS
SM
MD
LG