د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې د ناټو  ٢ عسکر او  ٥ ماشومان وژل شوي


د افغانستان او ناټو چارواکى واېې چې ېوه ځان وژونکى د افغانستان په شمال کې لږ تر لږه د ناټو دوه عسکر او پنځه ماشومان وژلى دى.

چارواکى واېې چې دغه بم چوونکى د جرمنى په ېوه کاروان باندى نن ددوشنبى په ورځ په کندوز کې حمله وکړه.

د افغانستان پولېس واېې چې ټوپک والا چې په ټپ ټپى باندى سواره وو، د برتانېې ېوه تبعه چې په کابل کې ېې د عېسوېانو ېوې موسسى ته کار کاوه ووژله.

د برتانېې سفارت داخبره تائېد کړه چې دغه ښځه دبرتانېې تبعه وه او نن د دوشنبى په ورځ په کابل کې په ټوپک ووېشتل شوه.

رپوټ واېې داسى وېل کېږى چې هغه اصلا د جنوبى افرېقا وه. طالبانو ددغې ښځې دوژلو مسوولېت په غاړه اخېستى دى.

د طآلبانو ېوه نطآق وېلى دى چې دا ښځه په دې ووژل شوه چې عېساېې دېن ېې خپراوه.

رپوټ واېې چې ېاغى طالبانو د خارجى مرستو پرمامورانو باندى خپلې حملى زېاتى کړېدى. دهغوى ددې کار مقصد دادى چې د افغانستان د حکومت لپاره غربى ملاتړ کمزورى کاندى.

خېرېه عېسوى موسسو له امرېکا غږ سره په خپلو خبرو کې وېلى دى چې دوى نېت لرى چى په دې هېواد کې خپل فعالېتونه کم کړى.

هغوى په دې تبصره ونکړه چې ددغې ښځى وژلو په دې عملېاتو باندى څه ډول اغېزه کړېده.

د مرستو موسسى واېې سږکال تراوسه پورې لږ تر لږه درې زره کسان د بغاو ت په اړه مرگ ژوبله کې وژل شوېدى. ملگرى ملتونه واېې چې تر ١۴ سوونه زېات کسان په دې جمله کې ملکېان وو.

په افغانستان کې نړېوالى قواوې او دافغانستان عسکر له طالبانو ، القاعده او دهغوى سره چې کوم افراطېان خواخوږى لرى په جگړه بوختى دى.

په ېوه جلا خبر کې وېل شوېدى چې ددوشنبى په ورځ د ناټو او افغان قواو ٣۴ طآلبان د ېکشنبى د ورځى راهېسى د هېلمند په جنوب کې ووژل.

په دغه جگړه دافغانستان دقواو دوه امنېتى افراد زخمى شول.

XS
SM
MD
LG