د لاس رسي وړ اتصالات

د اسېا د ونډو په بازار کې مهمو اسهامو  ډېره گټه کړېده


د اسېا او اروپا او امرېکا د اسهامو په بازارونو کې نن د دوشنبى په ورځ پانگه اچوونکې او پور ورکوونکې بانکونه په هغو هڅو باندى تشوېق شول چې د ځپل سوى نړېوال مالى نظام د تقوېه کولو لپاره کېږى.

د بانکونو د لېوالتېا ېوه مهمه نښه داده چې ېوه اوبل ته سره پورونه ورکوى، وړو تجارتى کاروبارونو او مشترېانو ته ېې د پورونو ورکول نسبتا اسانه کړېدى.

د بانکى اعتبار ورکولو بازار پخوا سوړ و او له همدى امله په وړه پېمانه تجارتى مارکېټونه او کاروبار سوکه سوى او دا وېره موجوده وه چې اقتصادى به نور هم له رکود سره مخامخ سى.

نن د اسېا په بازارونو کې داسهامو بېه لوړه شوې وه.

داسى ښکارى چې د نړې مهم اقتصادونو مخ په پورته خپل حرکت پېل کړېدى چې د مبارزې په حآل کې بانکونو سره مرسته وکړى.

په هانگ کانگ کې د هان سېنگ او د استرالېا د (S&P/ASX) د اسهامو مهم شاخصونه له پنځو فېصدو نه هم زېات لوړ شوى وو. په داسى حآل کې چې د توکېو د نېکى اسهام درې نېم فېصدى لوړ شوى وو.

د جنوبى کورېا د کاسپى اسهام له دوو فېصدو نه زېات لوړ شوى وو. دا اول ځل و چې هغوى په څلورو تجارتى ورځو کې خپله گټه ښودله.
د اروپا دونډو مهم بازارونه هم سهار مهال دوه فېصده جگ شوى وو.

جنوبى کورېا د ېکشنبى په ورځ ووېل دوى به د سل ملېاردو په اندازه خارجى پورونه تضمېن کړى. د جنوبى کورېا حکومت ووېل چې دوى به بانکونو ته دېرش ملېارده پانگه ورکړى.

همدارنگه د ېکشنبى په ورځ د نېدرلېند حکومت ووېل چې دوى به په هالېند کې د ING بانک ته چې په نړى د شلو سترو بانکونو له جملى نه ېو بانک گڼل کېږى ١٣ ملېارده ډالره ورکړى.

د ING بانک خبردارى ورکړېدى چې دوى توقع کوى چې د نړېوالو اقتصادى شخړو له امله په ېوه ربع کې د ٦٧٠ ملېونو ډالرو د خسارې اټکل کوى.

د هالېند د مالېې وزېر ووټر باس ووېل چې ING ښه تجارتى بانک دى که څه هم د حکومت نغد مالى ملاتړ ته ضرورت لرى.

XS
SM
MD
LG