د لاس رسي وړ اتصالات

بوچر: د پاکستان اقتصاد ته سپېن چک نه ورکول کېږى


د امرېکا ېو عالېرتبه دېپلومات واېې چې نړېواله ټولنه به په گډه ېو داسى اقدام وکړى چې د پاکستان له اقتصادى ستونزو سره مرسته وکړى.

خو د امرېکا د خارجه وزارت مرستېال رېچرد بوچر په اسلام اباد کې خبرېالانو ته نن د دوشنبى په ورځ ووېل پاکستان به نغدى پېشکى پېسى نه ورکول کېږي.

ددى په ځاى به مالى مرستى خاصو سېمو ته ورکړل شى.

تحلېل کوونکى واېې چې پاکستان په بېړه باندى لږ تر لږه دوه بلېونو ډالرو ته ضرورت لرى چې خپل اقتصاد په پښوودروى او حتى تردى نورو زېاتو پېسو ته هم ضرورت لرى چې خپل پورونه بېرته ورکاندى.

د امرېکا متحده اېالات دهغو هېوادونو په ډله کې شامل هېواد دى چې د پاکستان دوستان بلل کېږى . دغه دوستان به د پاکستان په اقتصادى ستونزو باندى په راتلونکى مېاشت کې غور وکړى.

بوچر د پاکستان له صدر اعظم ېوسف رضا گېلانى سره په امنېتى مساېلو باندى خبرى وکړى. هغه نن ددوشنبى په ورځ دوخته، د پاکستان له جمهور رئېس آصف على زردارى سره هم ملاقات وکړ.

د امرېکا دېپلوماتان واېې چې هغه په خپل ملاقات کې په هغو هلو ځلو باندى هم بحث وکړ چې نور خلک هم په دې قانع کړى چې ترهگرى خلاف جگړه ورسره برخه واخلى.

ښاغلى بوچر ووېل چې په دې برخه کې هم هلى ځلى روانى دى چې دامرېکا له نظامى ښوونکېو نه په دې برخه کې کار واخلى چې هغه ملېشه وروزى چې په قبېلوى سېمو کې فعالېت کوى.

ښاغلى بوچر د ېکشنبى په ورځ د صوبه سرحد له اعلى وزېر امېر حېدر خان هوتى سره ملاقات وکړ.

په پېښور کې د ېوه مجلس په ترڅ کې اعلى وزېر ووېل هغه ووېل چې دى غواړى ټولى سېاسى شخړې د سوله ئېزو مذاکراتو په واسطه حل کاندى.

پاکستان د امرېکا له خوانه دتوغندېو پر هغو برېدونو باندى اعتراض کړېدى چې د مشکوکو طالبانو او القاعده پر مشکوکو ځاېونو باندى ېې د پاکستان په خاوره کې دننه چې له افغانستان سره نېژدى سرحد لرى کړېدى.

د امرېکا حکومت پر پاکستان باندى دافشار اچوى چې د افراطېانو خلاف سخت اقدامات وکړى.

امرېکا واېې چې دغه جگړه ماران له پاکستان نه د ېوه مرکز په توگه استفاده کوى او په افغانستان کې دامرېکا او افغانستان پر عسکرو باندى حملى کوى.

XS
SM
MD
LG