د لاس رسي وړ اتصالات

عربستان: افغان حکومت او طالبانو خبرې کړي


سعودي عربستان دا خبره تائید کړې ده چې تیره میاشت په دغه ملک کې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې شوي دي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل نن په ریاض کې خبریالانو ته وویل چې دغه خبرې د روژې په مبارکه میاشت کې په مکه معظمه کې تر سره شوې او دواړو خواوو یو ځای روژه ماتی وکړ.

شهزاده سعود الفیصل چې د اروپايي اتحاد له بهرنیو چارو له مشر سره یې له غونډې وروسته خبرې کولې، وویل چې د ملک پاچا د جمهور رئیس کرزي هغه غوښتنه منلې ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو منځگړیتوب وکړي.

خو هغه خبرداری ورکړ چې نور په افغانانو پورې اړه لري چې څومره په خپلو کې سوله غواړي.

افغان حکومت او طالبانو دواړو ددغو خبرو په باب څه ندي ویلي.

د سعودي عربستان د هغو څو ملکونو په کتار کې راځي چې له طالبانو سره اوږدې اړیکې لري. څیړونکي وايي، عربستان اندېښمن دی چې که د افغانستان بحران حل نشي نو دا به د پاکستان ثبات هم زیانمن کړي چې هغه هم د پاکستان دوست هیواد دی.

XS
SM
MD
LG