د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د وخت سفیر د غزني په ولایت کې د هغه د خور وژنه یو تصادفي کار وباله


په پاکستان کې د طالبانو د وخت سفیر ملا عبدالسلام ضعیف نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته تېره ورځ د غزني په ولایت کې د هغه د خور وژنه یو تصادفي کار وباله او خپاره شوي رپورټونه چې ګوا کې د هغه خور وسلوالو طالبانو له موټره ښکته کړی او وژلې، رد کړل.

ملا عبدالسلام ضعیف وویل چې د هغه خور او د کورنۍ ځېنې غړي یې تېره ورځ له کابل نه کندهار ته په لار وو چې د عسکر کوټ په سېمه کې یې د سپرلۍ موټر وسلوالو ودراوه د هغه ځوی او وراره یې له موټره ښکته کړل.

ولې خور یې لا په موټر کې وه موټر له وسلوالو وتښتېد او وسلوالو پر موټر ډزی وکړې چې له امله یې خور ووژل شوه.

ملا عبدالسلام ضعیف زیاته کړه چې دی په دقیقه توګه نه پوهېږي چې دا کار چا کړی. ضعیف وویل چې دی له هېڅ لوري او له هېڅ چا سره کومه شخړه نه لري.

ملا عبدالسلام ضعیف ددی پېښې په اړه وویل چې له وړاندی نه وه پلان شوې، خو د سپرلۍ موټر چې د لویې لاری بس وو سوځول شوی دی.

ملا عبدالسلام ضعیف د طالبانو د واکمنۍ په مهال په پاکستان کې سفیر وو، هغه د طالبانو د نظام له ړنګېدو سره سم پاکستاني استخباراتو ونېاوه او امریکايي ځواکونو ته یې وسپاره چې تر ډېره موده په باګرام او ګوانټنامو کې زنداني وو هغه وړم کال له ګوانټنامو زندان نه ازاد کړل شو.

XS
SM
MD
LG