د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ژورنالست په ٢٠ کاله بند محکوم شو


په افغانستان کې د استیناف محکمې افغان ژورنالست پرویز کامبخش اسلام ته د سپکاوي په جرم په شل کاله بند محکوم کړی دی.

له دې مخکې، یوې ابتدایه محکمې هغه په اعدام محکوم کړی و.

٢۴ کلن کامبخش پر انټرنټ یوه مقاله خپره کړې وه. په دغه مقاله کې د ښځو په باب د اسلام د پیغمر حضرت محمد ‏(‎ص‏)‎ پر دریځ باندې انتقاد شوی.

محکمه وايي، کامبخش په دغه مقاله کې اسلام ته توهین کړی دی.

کامبخش د بلخ په پوهنتون کې د ژورنالیزم محصل دی او په تیر اکتوبر کې ونیول شو.

دغه دوسیه د قهره ډکو نړیوالو عکس العملونو سبب شوې ده. کامبخش وايي، په بندیخانه کې شکنجه شوی او په ابتدايه محکمې کې یې مدافع وکیل نه درلود.

کامبخش او د هغه مدافع وکیل ویلي چې د وروستۍ پریکړې په خلاف به د استیناف بلې محکمې ته عریضه وکړي.

XS
SM
MD
LG