د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني مقامات د نړیوال وجهي صندوق له چارواکو سره گوري


پاکستاني چارواکي نن سه شنبې په داسې حال کې د نړیوال وجهي صندوق له مقاماتو سره په دوبۍ کې گوري چې دغه ملک له سخت مالي بحران سره مخامخ دی.

څیړونکي وايي، پاکستان د ملک د اقتصادي ثبات او د بهرنیو پورونو د ادا کولو لپاره دا وخت له دریو نه تر څلورو میلیارد ډالرو ته ضرورت لري.

په پاکستان کې د انفلاسیون اندازه ٢٥ فیصدو ته رسېدلې، او د نورو اسعارو په بدل کې د پاکستاني کلداري ارزښت مخ په کمېدو دی.

د مالي بحران سره دغه ملک چې د تروریزم په خلاف د امریکا ملگرتیا کوي، د سیاسي بې ثباتۍ ښکار شوی او د قبایلو په سیمه کې له اسلامي تندلارو سره په مبارزه بوخت دی.

د پاکستان د مالي چارو مقامات وايي، د نړیوال وجهي صندوق نه یې د پور غوښتنه کړې ده. اکستاني مقامات د نړیوال وجهي صندوق له چارواکو سره گوري

پاکستاني چارواکي نن سه شنبې په داسې حال کې د نړیوال وجهي صندوق له مقاماتو سره په دوبۍ کې گوري چې دغه ملک له سخت مالي بحران سره مخامخ دی.

څیړونکي وايي، پاکستان د ملک د اقتصادي ثبات او د بهرنیو پورونو د ادا کولو لپاره دا وخت له دریو نه تر څلورو میلیارد ډالرو ته ضرورت لري.

په پاکستان کې د انفلاسیون اندازه ٢٥ فیصدو ته رسېدلې، او د نورو اسعارو په بدل کې د پاکستاني کلداري ارزښت مخ په کمېدو دی.

د مالي بحران سره دغه ملک چې د تروریزم په خلاف د امریکا ملگرتیا کوي، د سیاسي بې ثباتۍ ښکار شوی او د قبایلو په سیمه کې له اسلامي تندلارو سره په مبارزه بوخت دی.

د پاکستان د مالي چارو مقامات وايي، د نړیوال وجهي صندوق نه یې د پور غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG