د لاس رسي وړ اتصالات

د متحده ایالاتو استخباراتی ادارو : د افغانستان وضع مخ پر خرابېدلو ده


په افغانستان کی د ناټو د ماموریت د بریالي کېدلو په باب ډېرو سیاسی او پوځی مشرانو شکونه څرگند کړي دي.

په دې باب د جرمني د مشهوری مجلې ډی شپیگل د یوه مضمون خلاصه درته وړاندی کوو.

د شپیگل مجله د رواني میاشتی داوه لسمی په گڼی کی لیکی چی د اوړي په وروستیو شپو ورځو کی د لوېدیځو هیوادونو ملکی او پوځی مقاماتو په وزیر اکبر خان مېنه کی ماښامنی سره خوړله چی یوه سفیر نوروته مخ را واړاوه او وې ویل چی هیڅ شی پر مخ نه ځي او موږ نه سو کولای چی ځانونه ددغی وضعی څخه خلاص کړو.

مجله لیکی چی د دغو ډیپلوماټانو سره یوه اندېښنه دا ده چی په خپلو هیوادونو کی یې ډېر لږ کسان د افغانستان په جنگ کی د برخی اخیستلو ملاتړ کوی.

د برټانیې د قواو قوماندان جنرال مارک کارلټن سمیت د سنډې ټایمز ورځپاڼی ته وویل چی طالبان به هیڅ وخت ماته ونه خوری او پر طالبانو باندی پوځی بری ممکن نه دی. ده دا خبری هغه وخت وکړې چی په شپږو میاشتو کی یې ٣٢ تنه عسکر وژل سوي وه.

د برټانیې د قواوو د قوماندان دا وینا په خپل هیواد کی د سیاستدمدارانو د ویښولو او متوجه کولو دپاره یوه ناره وه خو د افغانستان د اوسنی وضع معنی دا ده چی خبره تر هغه چی موږ یې فکر کوو ډېره خرابه ده.

هره ورځ عسکر او خلک وژل کېږی او اوس هغه وخت رارسیدلی دی چی سیاستمداران یو نوی پلان طرح کړي.

د شیگل مجله لیکی په تقریبا دغو شپو ورځو کی د برټانیې په سفارت کی د برټانیې سفیر سر شیرهارډ کاوپرکولس ویلي وه چی د کابل وضع ډېره خرابه ده، امنیتی وضع ورځ په ورځ خرابېږی او ورسره اداری فساد هم مخ په زیاتېدلو دی او د جمهور ریس حامد کرزي حکومت اعتبار بایللی دی. ده وویل چی د امریکا ستراتیژی ناکامېدونکې ده.

مجله لیکی د متحده ایالاتو استخباراتی ادارې دغه ته ورته نتیجې ته رسېدلي دي. د متحده ایالاتو شپاړسو استخباراتی ادارو یو رپوټ لیکلی دی چی د نوامبر په میاشت کی به خپور سی او په هغه کی یې ویلي دی چی د افغانستان وضع مخ پر خرابېدلو ده.

په دغه رپوټ کی هم راغلي دي چی د افغانستان په حکومتی کی اداری فساد روان دی او د طالبانو سره چندانی د مقاومت کولو توان ورته پاته نه دی. مجله وایی چی د تېری پنجشنبې په ورځ د امریکا د لویو درستیزانو د کمټې ریس امیرالبحر مایک مولین هم وویل چی په راتلونکي کال کی به وضع تر دې هم خرابه سی.

په لنډه توگه ویلای سو چی د افغانستان په باره کی بدبینی هیڅ وخت دونه زیاته نه وه.

د شپیگل مجله لیکی ډیپلوماټان او پوځی مقامات وضع دونه وارخطا کړي وه چی کله دا خبره میدان ته سوه چی د کرزي حکومت له طالبانو سره په سعود ی عربستان کی خبری کوی نو پر ټولو باندی لمر را وخوت.

د افغانستان جمهور ریس حامد کرزي د سعودی عربستان له پاچا څخه څو ځله غوښتي دي چی د خپل نفوذ څخه کار واخلي او د طالبانو سره د سولی خبرو ته لاره هواره کړی.

کرزي دغه راز د طالبانو مشر ملا عمر ته یو احساساتی پیغام ورکړ او هغه ته یې وویل چی محترمه وروره خپل هیواد ته ستون سه ، د سولی دپاره کار پیل کړه او د خپلو وروڼو وژلو ته خاتمه ورکه.

د شپیگل مجله لیکی د کرزي ورور، د علماو دشورا ریس فضل هادي شینواري، اوپه پاکستان کی د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف او د طالبانو پخواني خارجه وزیر وکیل احمد متوکل سعودی عربستان ته سفر وکړ او د طالبانو دلوري یوولسو تنو په دې خبرو کی برخه واخستله.

د شپیگل مجله لیکی په خبرو کی طالبانو ډېر سخت دریځ نیولی وو او ضعیف وویل چی طالبانو ته د سولی د خبرو اجازه نه وه ورکړه سوې.

مجله لیکی خو کېدلای سی چی دا په راتلونکي کی د یوې روغی جوړی د ترلاسه کېدلو دپاره یو پیل وي.

یا به طالبان په حکومتی شاملېږی او یا به اعتدال خوښونکي طالبان د توندروانو څخه خپله لاره بېلوی.

د افغانستان دپاره دملگروملتونو استازی کای ایډي د طالبانو سره د خبرو طرفدار دی او وایی هر څوک چی د یوې مثبتی نتیجې د ترلاسه کېدلو په تمه وي باید چی د طالبانو سره خبری وکړی.

مگر پوهان چی په افغانستان کی د افراطیانو د تحریک په باب زیات اطلاعات لری وایی چی د هغوی سره خبری کېدلای نه سی. دوی یوازي له هغو طالبانو سره خبری کېدلای سی چی د وضع څخه خپه سوي او له افراطیانو سره یوځای سوي دي او دغه راز طالبان اکثریت هم لری.

د شپیگل مجله وایی دافغانستان په جنوب کی ډېر کسان ځکه له طالبانو سره یو ځای سوي دي چی حکومت په خپل څنگ کی ځای نه دی ورکړی او هغه یې خپل دښمنان بللي دي، خو که چېری حکومت ددغی پالیسی څخه لاس واخلي او ټولو ته په یوه سترگه وگوری نو ښایی ډېر کسان له طالبانو څخه بېل او له حکومت سره یو ځای سی.

د شپیگل مجله په اوروزگان کی د هالینډ د عسکرو له قوله وایی چی د هغه ولایت والي، چی د کرزي له قبیلی څخه نه دی او تېر کال هلته مقرر سو، د جمهوریس سره تماس نه سی نیولای او د هغه ولایت دپاره هیڅ پیسې هم نه ورکولي کېږی.

د هالینډ عسکر وایی په هغه ولایت کی اصلی قدرت اوس هم د پخواني والي جان محمد خان په لاس کی دی چی د کرزي قومي دی او هغه ته هر وخت ورتللای سی.

د شپیگل مجله لیکی د هالیند عسکرو اعلان کړی دی چی دوی په کال ٢٠١٠ کی له افغانستان څخه وزي، کاناډایان، چی په کندهار کی عملیات کوي وایی چی له هالینډیانو څخه یو کال وروسته دوی هم وزي او دبرټانویانو ځکه اعصاب خراب دي چی وایی د هلمند په ولایت کی ښې چوکی او مقامونه یوازي هغو کسانو ته ورکول کېږی چی کرزي ته وفادار وي.

د شپیگل مجله وایی په داسی حال کی پنځه میلیونه افغانان به د سخت ژمي سره مخامخ وي د هغوی ځینو وطندارانو ډېری زیاتی پیسې پیدا کړي دي. چاچی غټ حکومتی مقام، ولایت، د پولیسو قومانداني او دغه راز نوری چوکی تر لاسه کړي دي هغوی خپل جېبونه ښه ډک کړي دي.

مگر په هیڅ شی کی دونه پیسې چا نه دي پیدا کړي لکه دمخدره موادو له تجارت څخه چی خلکو ځانونه شته من کړل.

ډېر خلک اوس فکر کوی چی که د ډیموکراسی معنی دغه وي نو ډیموکراسي د زور او جبر او اخلاقی فساد بل نوم دی.

د نیوارک ټایمز ورځپاڼی په د ې تازه شپو ورځو کی په یوه رپوټ کی وویل چی پخپله د جمهوریس کرزي ورور احمد ولی کرزی د مخدره موادو په قاچاق کی لاس لری، مگر جمهور ریس کرزي دا تور رد کړ، او وې ویل چی ما پخپله په د ېباره کی تحقیقات وکړل او دا ټول اطلاعات غلط دي.

د شپیگل مجله لیکی د هیواد امنیت دونه خراب سوی دی چی د پسرلی په موسم کی موټروانانو د کابل څخه تر کندهار پووری یوه لاری بار په اته لس سوه ډالره ووړ او نن ورځ لس چنده پیسې غواړی.

XS
SM
MD
LG