د لاس رسي وړ اتصالات

په سوات کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي


د پاکستان امنېتی مقامات واېې چه په سوات کې د امنېتی قواو او طالبانو ترمنځ په جنگ کی تقرېبا لس کسان وژل شوی دی.

ماموران واېې جنگ هغه وخت شروع شو چه طالبانو د سه شنبی په ورځ ناوخته د حکومتی ملېشو په ېوه قطار باندی د سوات په کابل نومې سېمه کې حمله وکړه.

امنېتی مقامات واېې امنېتی قواو په همدغه سېمه کې ېوه ځان وژونکې حمله هم خنثی کړه او هغه موټر ېې تباه کړ چه بمونه په کی بار ؤ او موټروان ېې حملی ته ځان تېاروه.

په دغه جنگ کی پنځه ملېشه او پنځه طالبان ووژل شول.

سږکال د اگست نه راپه دی خوا د پاکستان امنېتی قواوې په دغه سېمه کې د آلقاعدې او طالبانو په خلاف عملېات کوی.

د پاکستان په حکومت باندی امرېکا او افغانستان خپل فشار زېات کړی دی او ورڅخه غواړی د هغو وسله والو سړو د حملو مخه دې ونېسی چه د افغانستان د سرحد په اوږدو کی په قباېلی سېمو کی فعالېت کوي.

XS
SM
MD
LG