د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالرحیم وردک نن د خپل بریتانوي سیال سره ولیدل


د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک نن چهارشنبې د خپل بریتانوي سیال سره لیدنه درلوده.

پدې لیدنه کې دواړو خواو د امنیت او د افغان ملي اردو په پیاوړتیا خبرې وکړې.

د بریتانیا د دفاع وزیر د سه شنبې په ورځ افغانستان ته رسیدلې او د سفر په ترڅ کې یې لمړې په هلمند کې د ایساف ځواکونو په چوکاټ کې د بریتانوي عسکرو سره لیدنه کړې.

بریتانیه په افغانستان کې د ایساف یا سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې اته زره پنځه سوه نهه تنه عسکر لري او د افغانستان د پوځي هدفونو لپاره یې د ٢٠٠٥ کال رادیخوا اته ویشت ملیونه پونډ لگولي دي.

بل پلو، په کابل کې د امریکایي ځواکونو لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د اکتوبر په شلمه په هلمند کې د ائتلاف ځواکونو په هوایي بمبارد کې د طالبانو یو جگپوړی قوماندان ملا غفار وژل شوی او دوه نور وسله والو ټپیان شوي دي.

ملا غفار په فراه، نیمروز او هلمند ولایتونو کې د ائتلافي ځواکونو پر کاروانونو او پر امنیتي پوستو د بریدونو مسول گڼل کیدو.

ملا غفار د پوره پیژندلو وروسته چې کله یې د هلمند پر لور په لویه لاره سفر کاوه د ائتلاف ځواکونو د هوایې حملې غوښتنه وکړه.

پدې رپوټ کې د ائتلاف یا ملکی خلکو د زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG