د لاس رسي وړ اتصالات

په نړئ کې د اقتصادی رکود وېره راپېدا شوی ده


په داسی حال کی چه د نړئ دېو شمېر غټو شرکتونو گټه ډېره رالوېدلی ده او اېنده ېې روښانه نه ښکاری، په نړېواله سطه داسهامو د بازارونو د ټکان په وجه اوس په نړئ کې د رسېشن ېا اقتصادی رکود وېره را پېدا شوی ده.

توقع کېږی چه نن به د امرېکا دونډو بازارونه کمه گټه وکړی، ځکه چه تجارتې ونډې ېې پرون کمزوری وې.

د اروپا د اسهامو په بازارونو هم پرون تجارتی کار و بار ډېر کمزوری و اوېو دم راولوېدل. د اسېا د اسهامو دبازارونو هم ډېره خونده پرونه نه وه.

د جاپان د نېکې بازار اوه فېصده تاوان وکړ او په هانگانگ او سېول هم داساهو بازار تقرېبا پنځه فېصده راولوېده.

مگر داسی ښکاری چه اوسنې اقتصادی بحران ورو ورو اوس دونډو دبازار نه علاوه دنړئ په ټولو اقتصادی سکتورونو باندی هم ناوړه اغېزه کوی او دخلکو ژوند ېې بدل کړی دی.

ډېر خلک اوس په مېکډونالډ کی ډوډئ خورئ ځکه چه ارزانی ده په کی او دغه امرېکا شرکت چه دنړئ ترټولو غټ شرکت دی سږکال ېې ډېره گټه کړی ده.

XS
SM
MD
LG