د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر د اخوان المسلمېن گوند واېې چه پولېسو ېې څوارلس غړي ونېول


د مصر دحکومت ېو مخالف گوند واېې چه امنېتی قواو ېې شپږ وېشت غړي نن په داسی حال کی ونېول چه هغوئ د اسراېلو له خوا دغزې د ټرانگې د اقتصادی محاصری په خلاف مظاهره کوله.

د مصر د اخوان المسلمېن گوند واېې چه پولېسو ېې څوارلس غړي په پورټ سعېد کې نن ونېول او دولس کسان ېې د قاهرې په جنوب کی په فاېوم کی نېولی دی.

د مصر حکومت واېې دې کسانو کوښښ کاوه چه غزې ته په روانه مېاشت کې په خوراکې موادو باندی بار څو لارئ ولېږی خو برېالی نه شول.

سږکال د مصر پولېسو داخوان المسلمېن په سلهاو غړي په دې الزم نېولی دی چه په هېواد کې غېر قانونی ډول سېاسی فعالېت کوی، خو اخوان المسلمېن ېې دا الزام رد واېې واېې چه حکومت غواړی دسېاسی مخالفانو فعالېت په جبر او زور ختم کړی.

بل پلو، د اندونېزېا پولېس واېې چه د شک لاندی شپږ اسلامی تندروان ېې په دې گومان نېولی دی چه غوښتل ېې د اندونېزېا د تېلو عمومی ډېپو والوزوی.

پولېسو ووېل چه دا خلک ېې د جاگارتا په شمال کی د بوگور په ښار کې د ناڅاپی برېدونو په ترڅ کې د سه شنبې په ورځ ونېول او د هغوئ سره ېې چاودېدونکی موادو او وسلې هم ومېندلی.

د پولېسو په وېنا دې شپږو کسانو ته د مالېزېا ېوه اسلامی تندرو، اظهری حېسن، دبمونو دتېارولو او الوزولو چلونه زده کړی ؤ.

XS
SM
MD
LG