د لاس رسي وړ اتصالات

گوانتانامو زندان ژر نه تړل کیږي


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر وايي، که څه هم جمهور رئیس بوش او دی پخپله غواړي چې د گوانتانامو زندان ژر وتړل شي خو د بوش حکومت به ونتوانیږي چې د خپلې د خپلې دورې د پای ته رسېدو مخکې دغه زندان وتړي.

رابرټ گیټس چې پرون سه شنبې یې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل پدې خواشینی دی چې حکومتي مقامات او د پارلمان غړي ندي توانېدلي چې د گوانتانامو د زندان د تړلو لپاره یو کاري پلان اوتقسیم اوقات جوړ کړي او ددغه زندان ٢٧٠ تنه قیدیان چې د ترهگرئ په تور نیول شوي، بل ځای ته انتقال کړي.

گیټس وویل، د امریکا نوی حکومت او پارلمان چې په جنوري کې واک ته رسیږي، باید په دې اړه عاجل اقدام وکړي. هغه وویل، په دې باب د نویو مقرراتو جوړولو ته ضرورت دی او دا چې په روان کال کې انتخابات هم تر سره کیږ، ځکه ددې فرصت پیدا نشو چې پارلمان په روان کال کې دغه مقرارت تصویب کړي.

د گوانتانامو زندان په نړیواله سطحه د بې رحمئ او د بې انصافئ د سمبول په توگه پیژندل کیږي، خو رابرټ گیټس وايي، اوس په دغه زندان کې له بندیانو سره ښه او انساني سلوک کیږي او هر یو ددې حق لري چې په کال کې یو ځل محکمې ته ورشي او له ځان نه دفاع وکړي.

گیټس وویل: ”ممکن دغه زندان اوس په نړۍ کې یو له ډیرو منظمو او ښو زندانونو له جملې څخه وي”. خو دا یې ومنله چې، کله چې په ٢٠٠٢ کې د گوانتانامو زندان پرانیستل شو او کومه رویه چې هغه وخت په دغه زندان کې کیدله د امریکا موقف ته یې لوی تاوان پیښ کړ.

پرون د سه شنبې په ورځ، د پنټگان ویاند، براین وایټمن د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې د هغه رپوټ په باب تبصره وکړه چې پکې ویل شوي و، جمهور رئیس بوش دې نتیجې ته رسیدلی دی چې د خپلې دورې د پای ته رسېدو وړاندې نشي کولای چې د گوانتانامو زندان وتړي.

هغه وویل: ”موږ په تفصیل سره ددغه زندان پر ځای پر نورو متبادلو لارو باندې غور کړی دی. په حقوقي لحاظ او په امنیتي لحاظ که ددغې موضوع ابعادو ته فکر وشي، دا ډیره لویه او پیچلې موضوع ده. او هیڅ داسې متبادله لاره تر اوسه نشته چې په نړیواله سطح ومنل شي”.

متحده ایالات د گوانتانامو اکثریت زندانیانو ته د جنگي دښمن په سترگه گوري او وايي که خوشې شوي وای، نو خطر به یې پیښ کړی وای. د بوش حکومت له دې آمله د امریکا ملکي زندانونو او محکمو ته ددغه زندانیانو انتقالولو ته زړه نازړه دی چې، د دوی په اړه ځینې اسناد او شواهد محرم دي او مقامات نه غواړي چې دغه اسناد په پرانیستو محکمو کې څرگند شي.

د سپینې ماڼۍ ویانده ډانا پرینو وايي، د امریکا راتلونکی جمهور رئیس به هم ددغه مشکل سره مخ وي.

پرینو وویل: ”کله چې نوی جمهور رئیس راشي، نو پوه به شي چې دا موضوع څومره پیچلې ده. او موږ تر خپلې وسې کوښښ کوو چې په دې اړه ټولې چارې ښه تر سره شي. او دا دومره آسانه خبره هم نده چې وغواړې گوانتانامو وتړې او بس په سبا وتړل شي. ځکه چې، کوم اووه فیصده زندانیان چې له دغه ځایه خوشې شوي ، بیرته د جنگ میدان ته ستانه شوي دي.”

پرینو وايي، تر دې چې د گوانتانامو نه یو بندې خوشې شو، هغه وروسته د عراق په شمال کې ځانمرگې حمله وکړه او له ځانه سره یې ۴٠ تنه ووژل.

د امریکاد دفاع وزارت غواړي چې د گوانتانامو د ٢٧٠ قیدیانو له جملې نه ٨٠ تنه یې پخپله په گوانتانامو کې په پوځي محکمه کې محاکمه کړي چې دغه بهیر لا له وړاندې پیل شوی دی. خو د هغو بندیانو د سرنوشت په باب یې څه ندي ویلي چې نو خو یې محاکمه پیل شوې او نه هم حکومت غواړي چې هغوی خوشې کړي.

د گوانتانامو په لسگونو زندانیان دا وخت د خوشې کېدلو لپاره تائید شوي دي، خو تر اوسه هیڅ داسې ملک ندی پیدا شوی چې دغه زندانیان هلته انتقال شي او یا امریکا ته ددې تضمین ورکړي چې له دغو زندانیانو سره به په هغه ملک کې انساني سلوک کیږي.

XS
SM
MD
LG