د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پارلمان نوې امنیتي ستراتیژي غواړی


د پاکستان پارلمان د هغه ملک په امنیتي ستراتیژۍ باندی په عاجل ډول غور کول غوښتي او ویلي یې دي چی د تشدد او جنگ جگړو د ختمولو د پاره دي خبری او مذاکرات پیل سی .

د پاکستان دواړو جرگو پرون د چهارشنبې په ورځ د تړلو دروازو شاته یوه گډه غونډه وکړه او په هغې کی یې یوه پریکړه منظور کړه چی په کی د ټولو اړخونو نه غوښتل سوي دي چی د قانون مراعات وکړی او خبرو ته سره کښیني .

دا خبره یاغي طالبانو ته چي د پاکستان په صوبه سرحد کی د حکومت او امریکایي قواو سره په جگړو اخته دي غیر مستقیمه اشاره ده .

په دې پریکړه کی دغه راز د پاکستان د پاره مستقله خارجی پالیسي هم غوښتل شوې ده چی دا بیا د ځینو هغو ناراضو پارلماني وکیلانوله خوا ددې موضوع څرگندول دي چی واشنگټن د تروریزم سره په جگړه کی پر اسلام آباد باندی څومره تاثیر لری .

د پاکستان د پارلمان ځینو غړو چی په هغو کی د هغه هیواد پخوانی صدراعظم نواز شریف هم شامل دی په ډاگه د یاغیانو سره خبري کول غوښتی دي چی په هغه ملک کی جنجالونه ختم سی او ثبات منځ ته راسی .

XS
SM
MD
LG