د لاس رسي وړ اتصالات

’افغان حکومت د طالبانو د پخوانیو مشرانو سره بیا په دبۍ کې گوري’


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر رنگین دادفر سپنتا وایی چی د طالبانو د پخوانیو مشرانو سره د دوهم پړاو خبرو امکانات شته .

هغه نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کی یوه خبري کنفرانس ته وویل چی ددې خبرو د پاره لا وخت نه دی ټاکل سوی ، مگر دا خبري به ژر په دوبئ کی وسی .

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چی دا خبري به یواځي د طالبانو د پخوانیو چارواکو سره چی په دې وروستیو وختو کی یې د افغاني مامورینو سره په سعودي عربستان کی کتلي دي ، وسی نه د طالبانو د نورو مشرانو سره چی په دې حاضر وخت کی د حکومت او ائتلافي قواو سره په جگړو اخته دي .

د افغانستان حکومت وایی چی د طالبانو سره به په دې شرط خبري وکړی چی هغوی د افغانستان اساسي قانون په رسمیت و پیژني ، وسلې پر ځمکه کښیږدي او په سیاسي جریان کی ور داخل سی .

د جنوبي او مرکزي آسیا په چارو کی د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال پیټریک مون وایی چی دا توقع منطقي ده چی طالبان به په آینده کی د افغانستان د حکومت دا پیشنهاد ومنی . مون چی کابل ته په سفر تللی وویل چی طالبان د افغانستان حکومت ته کوم ستراتیژیکي تهدید نه دی او نه هغوی د افغانستان خلکو ته کوم خاص نظر او مفکوره وړاندی کوی .

د طالبانو سره د سولي د خبرود احتمالي پیشنهاد مساله په داسی وخت کی را پورته کیږی چی په افغانستان کی د هغوی حملې تر بل هر پخواني وخت زیاتي سوي دي .

XS
SM
MD
LG