د لاس رسي وړ اتصالات

بې پیلوټه الوتکې په وزیرستان کې ١١ تنه وژلي


پاکستانی مامورین وایی چی یوې بې پیلوټه الوتکي چی گمان کیږی امریکایی به وه په شمالي وزیرستان کی توغوندي وار کړي لږ تر لږه ١١ تنه یې وژلي دي .

امنیتي چارواکو او عیني شاهدانو ویلي دي چی دا توغوندي نن د پنجشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د افغانستان سرحد ته نږدې په یوه کلي کی په یوې مدرسې باندی فایر سول . دا مدرسه د هغه چا وه چی د طالبانو د قوماندان جلا لدین حقانی سره نژدې اړیکي لری .

ددې حملې په باب امریکا یې چارواکو سمدستي څه نه دي ویلی .

امریکایی بې پیلوټو مشکوکو الوتکو په تیرو دوو میاشتو کی په شمالي او جنوبي وزیرستان کی په خپلو اهدافو باندي تقریبا ١٢ توغوندي غورځولي دي .

پاکستاني مشرانو دا حملې غندلي او هغه یې د پاکستان پر حاکمیت باندی تیری بللی دی .

پرون د پاکستان پارلمان په یوه غونډه کی وغوښتل چی د ملک په امنیتی ستراتیژۍ باندی دي په عاجله توگه غور وسی او د تشدد او جنگ جگړو د کمیدو د پاره یې د خبرو او مذاکراتو غوښتنه وکړه .

XS
SM
MD
LG