د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلام آباد د میرییات هوټل په پېښه کی ۴ تنه نیول شوي


د پاکستان پولیسو د سپټامبر په شلمه په اسلام آباد کی د میرییات په هوټل کی د بمونو د چاودنو په اړه څلور کسان نیولي دي .

په دغو څلورو تنو باندی تر اوسه کوم الزام نه دی لگیدلی ، مگر چارواکي وایی چی دوی به لږ تر لږه اووه ورځي قید وي چی پولیس تحقیقاتو ته دوام ورکوی .

پولیس په دغو څلورو تنو باندی دا شک لری چي هغوی په دې حمله کی غیر مستقیم لاس درلود . دغه څلور تنه نن د جمعې په ورځ محکمې ته حاضر کړای شول .

کله چی یوه ځان مرگه هغه لارۍ چي بمونه یې په کی ایښي وو ، د میرییات د هوټل په دروازه کی وچوله ٦٠ تنه یې ووژل . ډیر گمان کیږی چی دا د اسلامي یاغیانو کار و .

چارواکي وایی چی دغه څلور تنه یې د پاکستان په بیلو بیلو سیمو کی نیولي دي

XS
SM
MD
LG