د لاس رسي وړ اتصالات

د آسیا او اروپا رهبران پر مالي بحران غږیږي


د آسیا او اروپا د څلویښتو هیوادونو مشرانو نن ددې لپاره په پیکینگ کې غونډه درلوده چې د روان نړیوال مالي بحران په درشل کې د نړۍ د ملکونو تر منځ پیوستون تقویه کړي.

د ‏(‎آسیم‏)‎ په نامه د آسیا او اروپا ددغې دوه ورځنۍ غونډې د اولې ورځې په اجنډا کې همدغه د مالي بحران مسئله په سر کې وه.

د چین جمهور رئیس د غونډې د پرانیستنې د مراسمو پر وخت خبرې وکړې چې د چین پر ملي تلویزیون باندې ژوندۍ خپرېدې. هغه وویل نړیوال مالي بحران د چین اقتصاد هم بې ثباته کړی. هغه وویل، دغه ملکونه چې اقتصاد یې پر یوه بل باندې تکیه لري، باید د اقتصادي پیاوړتیا لپاره جدي اقدامات وکړي.

هوجن تاو وايي، د چین اقتصادي وده له سختو ستونزه سره مخ شوې ده او نشي کولای چې له نړیوال مارکیټ او بین المللي اقتصاي پراختیا سره خپله مهمه همکاري د پخوا په شان وساتي.نړیوال مالي بحران د چین اقتصاد هم بې ثباته کړی

په دغې غونډې کې د چین، جاپان او جنوبي کوریا په گډون د جنوبي آسیا هیوادونو د مالي بحران سره د مبارزې لپاره د ٨٠ میلیارد ډالرو عاجلې بسپنې ژمنه وکړه.

د اروپا د کمیسیون رئیس، جوز مانویل باروسو هم غونډې ته وویل چې آسیا او اروپا ته پکار دي چې د مالي ثبات، ودې او اعتماد د بې ژوندي کولو لپاره له نورې نړۍ سره اوږه په اوږه کار وکړي.

هغه وايي: ”موږ دغه هدف ته په دې ډول نشو رسېدلای چې خپلې دروازې وتړو او ووایو چې یوازې د خپل کور ساتنه کوو. موږ ته د آزاد تجارت او کاروبار نه گټه راځي ځکه خو موږ هر یوه ته پکار دي چې ددغه ډول اقتصادي ملیت پرستۍ په خلاف په کلکه ودریږو. ځکه چې دا کار موږ ته او زموږ هغو هڅو ته تاوان رسوي چې د نړیوال مالي ثبات لپاره یې کوو”.

داسې فکر کیږي چې پدغه غونډه کې تر ډیره حده د همکاریو د زیاتولو پر لارو چارو بحث وشوي او او ددې توقع نکیږي چې په غونډه کې به کوم نوی تړون امضا شي.

XS
SM
MD
LG