د لاس رسي وړ اتصالات

وسله وال سړي د کابل په ښار کې درې تنه وژلي


افغان مقاماتو ویلي، یوه وسله وال سړي په کابل کې پر دوه بهرنیان او یوه افغان محافظ باندې ډزې کړي دي او هغوی یې وژلي دي. دغه پیښه د کابل د شیرپور په څلور لاري کې د ایران سفارت ته نږدې د ‏(‎ډي.ایچ.ایل‏)‎ د شخصي پوسته خانې مخې ته شوې ده.

د کورنیو چارو په وزارت کې د جنایي جرمونو سره د مبارزې رئیس میرزا محمد یارمند وویل، د ‏(‎ډي.ایچ.ایل‏)‎ په پوسته خانه کې چې د جرمني ده، یوه امنیتي محافظ ددغې پوسته خانې پر یوه موټر باندې ډزې وکړې او د پوسته خانې دوه بهرني کارکوونکي او یو محافظ یې ووژل.

چارواکي وايي، تر اوسه ددې علت ندې معلوم چې دغه محافظ ولې فیر وکړ.

پولیس وايي، د پیښې په تړاو یې ١١ تنه نیولي او تحقیقات ورڅخه کیږي. پولیسو ویلي، دوی فکر کوي چې ددې کار علت کیدای شي ددغه پوسته خانې یوه داخلي لانجه وي او په ترهگرئ پورې اړه ونلري.

له بلې خوا، د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت یوه نطاق ویلي چې په افغانستان کې ددې اونۍ په پیل کې دوه ترکي انجنیران تښتول شوي.

په دې باب نور تفصیلات ندي ورکړل شوي.

XS
SM
MD
LG