د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني پوځ په باجوړ کې د طالبانو مهم مرکز نیولی


د پاکستان پوځ وايي، په باجوړ کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې یې د طالبانو یو مهم مرکز نیولی دی.

تورن جنرال طارق خان وايي، پوځ د لوی سام ښارگوټی نیولی چې تندروانو ته له همدې ځایه اکمالات رسېدل. هغه نن په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې دغه ښارگوټې د مخالفینو له سخت مقاومت وروسته د پوځ لاسته ولوېدی.

د اگست راهیسې په باجوړ کې پوځ عملیات کوي. جنرال طارق خان وايي، تر اوسه په دغه ترڅ کې ١٥ سوه مشکوک تندروان او ٧٣ عسکر وژل شوي دي.

هغه خبرداری ورکړ چې کیدای شي دغه عملیات څو نورې میاشتې هم وخت ونیسي چې پوځ د باجوړ ټولې سیمې کنترول کړي.

ملگري ملتونه وايي، ددغو عملیاتو په وجه ١٩٠ زره سیمییز خلک د خپلو کلیو او کورونو پرېښودو ته مجبور شوي چې ډیر یې افغانستان ته اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG