د لاس رسي وړ اتصالات

د امن ګډی جرګی دوهم پړاو


د افغانستان او پاکستان هیوادونو ترمینځ د امن ګډی جرګی له جوړیدو ۱۴ میاشتی وروسته، لمړنی افغان پلاوی پاکستان ته په یوه ګډ کمسیون کی د ګډون لپاره په سفر ولاړ.

په دغه کمسیون کی به د امن ګډی جرګی د دوهم پړاو د جوړیدو په څرنګوالی چی په پاکستان کی به جوړه شی، خبری وشی.

ډاکتر عبدالله عبدالله چی د افغان پلاوی مشری په غاړه لری د امن جرګی دوهم پړاو ته ډیر هیله من دی.

ټاکل شوی چی دغه جرګه ګی به په پاکستان کی دوه ورځی دوام وکړی او په ترځ کی به یی د امن ګډی جرګی په اجندا او همدارنگه د ګدون کونکو په شمیر هم خبری وشی.

د امن جرګی طرحه د لمړی ځل لپاره د افغانستان لخوا د جمهور ریس بوش په حضور د باکستان پخوانی جمهور ریس پرویز مشرف به پیشنهاد شوه او له هغه لوری ومنله شوه.

داکتر عبدالله عبدالله وایی چی د سیمی روانو حالاتو ته په پاملرنی سره پاکستان کولی شی چی اساسی تصمیم ونیسی.

ډاکتر عبدالله عبدالله همدارنګه د جرګه ګی غړی ډاکتر فاروغ وردګ باور لری چی د امن ګډی جرګی دوهم پړاو به د امنیت په راوستو کی ډیری ښی پایلی ولری.

XS
SM
MD
LG