د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان واېې چې د افراطېانو مرکز ېې نېولى دى


د واشنگټن ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې د پاکستان پوځ واېې ددوى قواو د باجوړ په سېمه کې دافراطېانو خلاف سخته توره کړېده.

ورځپاڼه لېکى چې له تېرو دوو مېاشتو راهېسى چې د پاکستان قواو د افراطېانو خلاف تهاجمى عملېات پېل کړېدى دهغو په نتېجه کې د پاکستان قواو افراطېان له هغه قوى سنگر نه په شاتنبولى دى چې طالبان او القاعده به له هغه ځا ې نه افغانستان ته تلل او د امرېکا پرقواو به ېې حملى کولى.

واشنگټن ټاېمز لېکى چې دغه عملېات د ٩٥ ملکېانو د مرگ په قېمت تمام شول. د هغوى مړېنه اوس ډېره مهمه موضوع ده، ځکه د پېښو څارونکى خبر دارى ورکوى چې دغه پېښه له افراطېانو سره د خلکو خواخوږى او ملاتړ زېاتولى شى.

پوځ واېې چې ددوى قواو د باجوړ په قبېلوى سېمه کې د لوېه سمه په نامه ېو قوى سنگر ونېو.

واشنگټن ټاېمز لېکى چې دغه سنگر له ېوه اوږده او خونړى جنگ نه وروسته نېول شوېدى. دغه ښار گوټى په ېوه داسى مهم څلور لاري کې پروت دى چې سرحد د پاکستان له درې مهمو سېموسره نښلوى.

واشنگټن ټاېمز د پاکستان د پوځ د نطاق برېد جنرال اطهر عباس له قوله لېکى چې په دغه سېمه باندى چې پخوا به افراطېان ترېنه افغانستان، مهمندو، دېر او د سوات درې ته تلل، موږ اوس بشپړ کنترول لرو.

رپوټ واېې چې ېو شمېر خبرېالان په نظامى هېلېکوپټره کې باجوړ ته بېول شوى وو.

اطهر عباس دغو خبرېالانو ته ووېل چې مجرمان ېا له دغې سېمى نه واېستل شول او ېا ووژل شول.

واشنگټن ټاېمز لېکى چې باجوړ د پاکستان د قبېلوى سېمى ېوه اوږده تړانگه او قوى سنگر دى چې طالبانو او القاعده پکى ځاې نېولى و او د سرحد دواړو خو ابغاوت ته ېې زور ورکړى و.

واشنگټن ټاېمز لېکى چې د باجوړ تهاجمى عملېات د اگست د مېاشتى په اولو شپو ورځو کې وروسته له هغه نه پېل شول چې د پاکستان د حکومت چارواکېو دغه سېمه د افراطېانو لپاره ېوه ستره خوندى سېمه وبلله.

افراطېانو دلته په حقېقت کې ېو کوچنى اېالت جوړ کړى و او دطالبانو په سبک محکمى ېې پکى جوړى کړى وې.

واشنگټن ټاېمز لېکى چې د امرېکا چارواکى چې په افغانستان کې د خپلو قواو بې سارې مرگ ژوبلى ډېر پرېشانه کړېدى، د پاکستان د حکومت ددغو عملېاتو ستاېنه ېې کړېده او وې وېل چې دغه عملېات به په افغانستان کې مرگ ژوبله ډېره کمه کړى.

خو د امرېکا قواو د پاکستان په سرحدى سېمو کې د خپلو مېزاېلو برېدونه ندى پاېته رسولى. د امرېکا قواو دپاکستان په ځنېى سرحدى سېموباندى په دې گومان چې هلته به مشکوک افرآطېان پټ وى برېدونه کوى.

که څه هم د اسلام اباد حکومت په دغو برېدونو باندى په دې سبب اعتراض کړېدى چې ددوى دملک د خاورى تمامېت او استقلال نه تېرى کوى.

پوځ واېې چې دوى په لوېه سمه کې له سخت مقاومت سره مخامخ شول اود طآلبانو له قواوسره خارجى جنگېالى هم ملگرى شول. په دې جنگېالېو کې دافغانستان خلک هم شامل وو.

برېد جنرال طآرق خان چې د پاکستان د قواو قوماندانى ېې په غاړه ده واېې چې د لوى سمه کرارېدل اوس له شپږ نه نېولى تر ېوکال پورې وخت اخېستلى شى چې په باجوړ باندى بشپړ کنترول پېدا شى.

واشنگټن ټاېمز لېکى چې په دغه سېمه کې تشدد اومرگ ژوبلى اود حکومت محدودېتونو نو دا خبره تقرېبا ناممکنه کړېده چې دمگرژوبلى دقېق شمېر معلوم شى. خو جنرال طآرق خان ووېل چې په دغو عملېاتو کې ١٥٠٠ افراطېان او ٧٣ تنه عسکر وژل شوېدى.

واشنگټن ټاېمز لېکى چې په دغه سېمه باندى دا شک کېږى چې دا لقاعده مشر اسامه بن لادن او دهغه مرستېال اېمن الظواهرى هلته پټ دى خو جنرال طارق خان واېې چې عسکرو ته ددوى پته نده لگېدلى.

دغه پاکستانى جنرال په پاې کې ووېل چې د ملکېانو د مرگ رسمى شمېر ٩٥ ته رسېږى خو هغه داونه وېل چې داخلک د افرآطېانو له خوانه وژل شوېدى او که عسکرو وژلى دى .

که څه هم د پاکستان چارواکېو داخبره منلى ده چې د لوى سمى په سېمه کې ډېر استوگنځاېونه په هواېې بمبارى او د توپونو په ډزو باندى وران وېجاړ شوېدى.

XS
SM
MD
LG