د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان قواو د باجوړ په سېمه کې اته افراطېان وژلى دى


د پاکستان امنېتى چارواکى واېې چې د حکومت قواو لږ تر لږه اته افراطېان نن د ېکنشبى په ورځ د باجوړ په نښتوکې وژلى دى.

رپوټ واېې چې نظامى هېلېکوپټرونو د افراطېانوپر سنگرونو بمبارى وکړه او د طالبانو او القاعده مورچلونه ېې ووېشتل. د شنبى په ورځ د پاکستان قواو ووېل چې دوى په باجوړ کې دافراطېانو خلاف په دوه مېاشتنېو عملېاتو کې ډېره زېاته توره کړېده.

رپوټ واېې چې ددغو قواو مشر برېد جنرال طارق خان دى او واېې چې ددوى قواوپه باجوړ کې د لوى سمه، کلى نېولى دى.

رپوټ واېې چې دا په افراطېانو باندى په دغه سېمه کې ډېر سخت گوزار و، ځکه چې دهغوى د مخابرى نظام ېې هم تباه کړ.

طارق خان ووېل چې د غه کلى په سختو جگړو بېخى وران شوى دى.

جنرال طارق خان داهم ووېل چې د باجوړ په دغو جگړو کې تراوسه پورې تقرېبا ١٥ سوه مشکوک افراطېان او ٧٣ تنه عسکر وژل شوېدى.

هغه خبردارى ورکړ چې په دې کې به ېو څو مېاشتى نورې هم ولگېږى چې د پاکستان چارواکى په دغه سېمه باندى بشپړ کنترول پېدا کاندى.

XS
SM
MD
LG