د لاس رسي وړ اتصالات

ایرانی چارواکی هغه رپوټونه نه تاییدوی چی احمدی نژاد ناروغه شوی دی


ایرانی چارواکی هغه رپوټونه نه تاییدوی چی د ملک جمهور ریس محمود احمدی نژاد ناروغه شوی دی.

د ایران دولتی آژانس ‏(‎ایرنا‏)‎ د ایران د پارلمان د یوه غړی په نقل قول ویلی چی هغه هیله لری د ښاغلی احمدی نژاد روغتیایی حالت ژرتر ژره ښه شی او د جمهور ریس پحیث خپلی دندی ته دوام ورکړی، هغه وویل چی د ښاغلی احمدی نژاد کار زښت زیات دی.

د ایران جمهور ریس د چهارشنبی په ورځ حاضر نه شو چی خپله وینا واوروی، نو ځکه داسی آوازی خپری شوی چی ښایی هغه به ونشی کولای د جون په میاشت کی د جمهوری ریاست لپاره په انتخاباتو کی گډون وکړی.

که څه هم ښاغلی احمدی نژاد په رسمی توگه د جمهوری ریاست لپاره د دویم ځلی انتخابیدو اعلان نه دی، خو داسی ښکاری چی هغه به خپل ځان کاندید کړی.

XS
SM
MD
LG