د لاس رسي وړ اتصالات

په کویټه کې د یوه موټر بم په چادونه کې دوه تنه وژل شوِي دي


پاکستاني پولیس وایی نن د کوټې د ښار په غربي څنډه کې د یوه موټر بم په چادونه کې دوه تنه وژل شوِي دي.

د پولیسو یوه لوړ رتبه مامور وویل دا بم د موټر درولو هغه ځایته نږدی وچاودید چې شا و خوا یی دولتي دفترونه او د ایران قونسلگري پرته ده.

هغه وویل پدی پیښه کې د ریکشا یو چلونکی او یو بل کس وژل شوی او لس تنه نور ټپي شوي هم دي.

تر اوسه چا ددې حملې مسولیت په خپله غاړه ندې اخیستی.

کوټه د پاکستان هغه برخه ده چې پکې د تاوتریخوالو او تشدد محدودې پیښې تر سترگو کیږي او په افغانستان کې حمله کونکي طالبان هم ترې د ځالې په توگه کار اخلي.

بل خوا، د پاکستان امنیتي مامورین وایی دوه هغه توغندي چی د مشکوکې بې پیلوتې الوتکې نه د یکشنې په ورځ ناوختي گوزار شو د افغانستان سره په سرحدی قبایلي سیمه کې د تندلارو پر یوې ځالی برابر شوی او پکی لږ تر لږه شل تنه وژل شوی دی.

مامورین زیاتوي چی د تندلارو د روزنی او مهماتو دا قرارگاه په جنوبي وزیرستان کی پرته ده چی د پاکستان د طالبانو لوی قوماندانان بیت الله مسعود هم پکی دیره و. امریکایی چارواکو تر اوسه دا خبر ندی تایید کړی.

بل پلو، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي چې دواړه پاکستان او افغانستان پدې پوهیږي چی د سرحد په اوږدو کې تشدد ته باید د دیپلوماسۍ له لارې دپای ټکی کیښودل شي.

هغه نن د امن د جرگې د پرانستې په مراسمو کې چې په اسلام اباد کی د قبایلي مشرانو په گډون تر سره کیږي د وینا په ترڅ کی دا خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG