د لاس رسي وړ اتصالات

دغربى افرېقا ېوه محکمى د ناېجر حکومت د غلامى په دعوه کې مقصر بللى دى


د غربى افرېقا ېوې محکمى د ناېجر حکومت محکوم کړېدى ځکه چې هغه ځوانه ښځه ېې خوندى ونه ساتلى شوه دوېنځى په شکل خرڅه شوې وه.

د اېکوواسا محکمى چې دغربىافرېقا د هېوادونو نماېندگى کوى د ناېجر حکومت ېې ١٩ زره ډالره چې لس ملېونه سى اېف اې فرانکسه کېږى نن ددوشنبى په ورځ جرېمه کړېدى.

محکمى ووېل چې حکومت خپله وظېفه په دې برخه کې نده اجراکړې چې دهدېجتو مانى د حقوقو ساتنه وکړى. دغه ښځه واېې چې دا په دولس کلنى کې د وېنځى په توگه خرڅه شوى وه او له هماغه وخت راهېسى وخت په وخت وهل شوى او ټکول شوېده او په زوره ورسره جنسى تېرى شوېدى.

اغلى مانى او ٢۴ کلنه ده او خپله دعوه ېې د برتانېې د غلامى ضد سازمان په مرسته محکمى ته راجع کړېده.

رپوټ واېې چې غلامى د ډېرو نړېوالو قوانېنو په واسطه ممنوع شوېده او ناېجردغه قوانېن لاسلېک کړېدى چې عمل به پرې کوى. په خپله په ناېجر کې هم ددى لسېزې په سرکې غلامى او دانسانانو خرڅول او اخېستل ممنوع اعلان شوى وو.




خو له دې سره هم دناېجر په ډېرو کلېوالو سېمو کې دغلامى کاروبار کېږى. په لندن کې دغلامى ضد اداره واېې چې په ټول ناېجر کې اوس هم تقرېبا ۴٣ زره کسان د غلامى اومرئېتوب په حالت کې ژوند کوى.



XS
SM
MD
LG