د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان او افغانستان په سرحد کې ېې بغاوت باېد 'د سېاسى مذاکراتو په واسطه حل شى'


د پاکستان خارجه وزېر شاه محمود قرېشى واېې چې د پاکستان او افغانستان دواړه هېوادونه په دې پوه دى چې د هېوادو نو په سرحد کې ېې بغاوت روان دى او دا شخړه باېد د سېاسى مذاکراتو په واسطه حل شى.

ښاغلى قرېشى نن په اسلام اباد کې دهغه دوه ورځنۍ جرگې په ترڅ کې خبرى کولى چې دافغانستان اوپاکستان د پښتنى قبېلو د مشرانو ترمنځ روانه ده.

په دغه جرگه کې تقرېبا پنځوس تنه سېاستمداران او قبېلوى مشران او اسلامى علما ددواړو هېوادونو له خوانه گډون کوي.

دغې جرگى ته د وړې جرگې نوم ورکړل شوېدى او مقصد ېې د طالبانو او القاعده له خوانه د زېاتېدونکى مرگ ژوبلى پاېته رسول دى.

دغه جرگه دهغى سترې جرگې نه وروسته کېږى چې تېرکال په کابل کې وشوه.

د تېرکال په جرگه کې دواړو هېوادونو پرېکړه کړې وه چې دېته به اجازه ورنکړى چې هېوادونه ېې د ترهگرى د خوندى ځاېونو او ېا دترهگرانو د روزنى د کمپونو په توگه استعمال شى.

خو واقعېت دادى چې سر تېرى دسرحد په دواړو خواو کې خپلو عملېاتو ته ادامه ورکوى.

د پښتنو قبېلوى مشرانو تقرېبا له زرو کلونو نه را په دې خوا له جرگى نه د مهمو مساېلو د حل او بحث لپاره کار اخېستى دى.

سېاسى تحلېل کوونکى واېې چې جرگه د مساېلو په حل کې په دې سبب مهم نقش لرلى سى چې دسرحد دواړو خواته پښتانه اوسېږىاو په دوى کې ېوشمېر کسان له طالبانو سره ځکه خواخوږى لرى چې د طالبانو غټ شمېر پښتانه دى.

په دې وړه جرگه کې دا پرېکړه کېدلى شى چې له طالبانو او هغو نورو ډلو سره خبرى اترى وشى چې دافغانستان له حکومت سره او د حکومت له شراېطو سره موافقه کوى.

د افغانستان د حکومت شراېط دادى چې وسله واله مخالفېن اساسى قانو ن په رسمېت وپېژنى او خپله وسله په زمکه کېږدى.

XS
SM
MD
LG