د لاس رسي وړ اتصالات

مککېن او اوباما نن په دوه و مهمو ایالتونو کې خپل کمپاین ته دوام ورکوي


د امریکا د جمهورری ریاست د مقام دپاره په انتخاباتو کې دواړه ولاړ کاندیدان جان مکین او براک اوبامه نن د دوشنبی په ورځ د امریکا په هغو دوو ایالاتونو کی مبارزه کوی چی د دوی په کامیابی کې د نومبری د څلورمی نیټی په عمومی انتخاباتو کی مهم نقش لرى.

دوی دواړه په پینسلوینیا او اوهایو اکی انتخاباتی غونډو ته وینا گانی کوی.

د سناتور براک اوبامه سلاکاران وایی چی له نن نه وروسته چی د انتخاباتو ورځی ته اته ورځی پاتی کیږی ښاغلی اوبامه به خپل وروستی دلایل خلکو ته وړاندی کړی.

همداراز مقابل کاندید سناتور جان مکین به خپله مبارزه چی دوی ورته د بری په لور مزل وایی ادامه ورکړی.

تر اوسه چی د عامه رایو څومره سروی گانی مخی ته راغلی جان مکین د براک اوبامه یو اندازه شاته پاتی دی.

د یکشنبی په ورځ د اوهایو ایالت په ډینور ښار کی یو لک نه زیات کسان د براک اوبامه خبرو اوریدو ته راغونډ شوی وو او هغه خلکو ته وویل چی جان مکین په آصل کی د اوسنی جمهورریس بش د پالیسو د تعقیبولو دپاره مبارزه کوی.

د این بی سی په نوم تلویزونی شبکی سره د خبرو په وخت سناتور جان مکین ویلی دی چی دی او جمهورریس بش د جمهوری غوښتونکی گوند په باب یوه فلسفه لری. خو ده په یو شمیر مسلو د جمهورریس بش او نورو کسانو مخالفت هم ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG