د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايي اسهامو بیې نن په نیمايي کې ولویدلې


د اروپايي اسهامو بیې نن دوشنبې د ورځې په نیمايي کې ولویدلې او دغه حالت چې د اسیا ـ بحرا لکاهل په سیمه کې پیل شویده د ورځې تر پایه پورې دوام کوي.

د اوپک د دې تصمیم سره سره چې د تیلو تولید کموي خو بیا هم د اومه تیلو بیې نورې هم ولویدلې.

په پاریس کې د سي اې سي ۴٠ اسهام پنځه په سلو کې، د ډي اې اکس شاخص په فرانکورت کې درې په سلو کې او د لندن د فینانشل تایمز د سلو شاخص څلور په سلو کې ښکته شول.

په لندن کې د اومه تیلو بیې له ٦٠ ډالرو نه هغه وخت ښکته شوې چې د اقتصادي رکود د اغیزو له ویرې چې د انرژۍ په تقاضا یې لري سودا گرو عکس العمل وښود.

پانگه وال په دې اندیښمن دي چې د حکومتونو اقدامات هم ونه شي کړی اقتصادي رکود له منځه یوسي.

د حکومت د اعلان سره سره چې د اسهامو د بازار سره مرسته کوي د جاپان د نیکي شاخص د بندیدلو په وخت کې په تیرو ٢٦ کلونو کې په ډیره ښکته سطح کې ؤ.

د جاپان د مالیې وزیر ‏(‎ شوی چي ناکاگوا‏)‎ وویل چې حکومت دې ته تیار دی چې د ین بیه با ثباته کړي.

ده دا خبره هغه وخت وکړه کله چې د د اوو د ډلې د مالیې وزیرانو او د بانکونو رئیسانو یوه اعلامیه خپره کړه او په هغې کې وویل چې د ین د ثبات نه لرل نړیوال مالي او اقتصادي استقرار د گواښ سره مخامخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG