د لاس رسي وړ اتصالات

ېوه ځان مرگي د بغلان د پولېسو په سر مامورېت کې ځان په بم والوزاوه


د افغانستان چارواکى واېې چې ېوه ځان وژونکى چې د پولېسو درېشى ېې اغوستى وه خپل ځان ېې دپولېسو په ېوه دفتر کې په بم والوزاوه.

په دغه دفتر کې نن د امرېکا عسکرو د افغانستان د پولېسو منصبدارانو ته سلا مشوره ورکوله.

په دغه چاودنه کې دوه امرېکا ېې عسکر ووژل شول او څو تنه نور په دغه چاودنه کې چې د بغلان په ولاېت کې وشوه زخمى شول.

طالبانو په بېړه باندى ددغې حملى مسوولېت په غاړه واخېست.

د مرگ ژوبلى په نورو پېښو کې نن د امرېکا پوځ ووېل چې د افراطېانو او اېتلاف دقواو ترمنځ چې په هېلېکوپټر کې سپاره وول ډزې شوېدى.

دا کارد وردگو په ولاېت کې شوېدى. دغه هېلېکوپټره په ډزو کې ولگېده او عمله ېې دېته اړ شوه چې په بېړه باندى چېرته په زمه کې ښکته شى.

XS
SM
MD
LG